طالبان: په تېر یوه کال کې مو څه باندې ۷ ميليارده زاړه بانک‌نوټونه سوځولي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولین وایي، دغه بانک په تېر یوه کال کې د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ۷ ميليارده او ۱۸۶ ميليونه او ۵۴۴ زره مندرس یا زاړه بانک نوټونه را ټول او سوځولي دي.

د دغه بانک مسوولینو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د سوځېدلو بانک نوټونو یا پیسو پر ځای یې د راکړې ورکړې په موخه نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د زړو بانک نوټونو د ټولولو بهیر پیل کړی و او څو ځلې یې بازار ته نوي بانک نوټونه وړاندې کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د بانک نوټونو د ژر زړېدو له امله ډېری وخت د افغانستان بانک اړ کېږي، چې نوټونه نور له چلښته وباسي او ویې سوځوي.
په بازارونو کې د نغدو پیسو کارول، د پیسو په شمېرلو کې بې احتیاطي، په بټوه کې د پیسو نه ساتل، د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل او د پیسو د ساتلو په برخه کې د عامه پوهاوي نه شتون د نوټونو د ژر زړېدو بنسټیز لاملونه دي.
خو ځینې افغانان بیا وایي، چې د افغانیو بانکنوټونو کیفیت ډېر کمزوری دی او اوږدمهاله ساتل یې ستونزمن کار دی.
د افغانستان بانک څو څو ځلې له خلکو غوښتي، چې د پیسو د ښې ساتنې په برخه کې خپله ملي دنده ترسره کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولینو په ننني پروګرام کې وویل، چې د افغانستان د پولي سیاست او اسعارو د پالیسۍ ترتیب، د هیواد د رسمي ذخایرو ساتنه او اداره کول، د پیسو چاپ، بانکونو او غیر بانکي مالي موسسو ته د جوازونو صادرول او ثبتول، د بانکي قوانینو او مقرراتو پلي کول، او د هیواد د مالي او بانکداري سیسټم مدیریت د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

نور خبرونه

رادیو