ملګري ملتونه:داعش په افغانستان کې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش څانګې له پولو بهر د مخ پر زیاتیدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی.

سازمان د څو هېوادونو په حواله ویلي چې داعش په افغانستان کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې پر نورو هېوادو بریدونه وکړي.

دغه خبرداری د امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوي راپور کې د نړۍوال امنیت لپاره د داعش د ګواښ په اړه ورکړل شوی دی.

د ګوترېش دغه راپور افغانستان د داعش لپاره خطرناکه اډه بولي چې پر اروپا او د سیمې پر هېوادونو بریدونه کوي.

په راپور کې راغلي: «د جنورۍ په درېیمه د ایران په کرمان کې او د مارچ په ۲۲مه په مسکو کې له ترهګریزو بریدونو وروسته، په افغانستان کې د مېشتو بېلابېلو ډلو له خوا ترهګریز ګواښ د غړو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.»

راپور زیاتوي: «د غړو هیوادونو راپور په ډاګه کوي چې داعش په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په بهر کې بریدونه وکړي او د لوژیستیکي، مالي او عملیاتي ملاتړ لپاره د افغان او منځنۍ اسیا له کډوالو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.»

په راپور کې ویل شوي، په اروپا کې د داعش خراسان څانګې د څو مرکزونو له ویجاړولو سره سره، لا هم د هغو جنګیاليو لوژستیکي او مالي ملاتړ موجود دی چې له افغانستان او منځنۍ اسیا څخه اروپا ته راځي.

د غړو هیوادونو استخبارات چې د سرمنشي په راپور کې نومونه نه دي اخیستل شوي، ښیي چې «داعش خراسان د افغانستان او ترکیې تر منځ د خپلو شبکو په مرسته د دې توان لري چې خپل جنګیالي له منځنۍ اسیا او افغانستان څخه اروپا ته واستوي چې هلته عملیات ترسره کړي.»

په راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان ډله په اروپا کې د افغان کډوالو د ګومارلو په لټه کې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې تخنیکي کمیټې هم د داعش، القاعده او پاکستاني طالبانو په اړه په خپل ۳۴م راپور کې ورته خبرداری ورکړی دی.

له پولو هاخوا د داعش خراسان ګواښونه

د امنیت شورا د تخنیکي څارنې او شننې د کمیټې په راپور کې راغلي دي: «د اروپایی هیوادونو ارزونه اوس دا ده چې د داعش خراسان څانګه اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ دی.»

د کمیټې راپور په بلجیم، فرانسه، جرمني، هالنډ، اسپانیه، سویډن او ترکیې کې د داعش پر ضد ګڼو عملیاتو ته اشاره کړې، چې «د دغې ډلې نوې لېوالتیا، څو برابره هڅې او د اروپا په خاوره کې د لویو بریدونو احتمالي وړتیا ښيي.»

د تحلیل او څارنې تخنیکي کمیټه وړاندوینه کوي چې اروپا به په راتلونکي کال کې د داعش له پیچلو دسیسو سره مخ شي. له همدې امله اروپايي او غير اروپايي هېوادونه له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.

په ورته وخت کې راپور وايي، داعش په افریقا کې هم د خپل شتون پراخولو ته پام کړی دی. دغې ډلې په افریقا کې د ملکي وګړو پر وړاندې د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره خپل فعالیت ښودلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې ملګري ملتونه او غړي یې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه خبرداری ورکوي. خو طالبانو داسې خبرداري د داعش د ګواښونو په اړه تبلیغات بللي دي.

خو د امنیت شورا د څارنې او تحلیل کمیټې په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د ځینو غړو هیوادونو د اټکل پر بنسټ د داعش د جنګیالیو شمیر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې دی.

راپور وايي، ثناالله غفاري اوس هم په افغانستان کې د دې څانګې مشر دی، په داسې حال کې چې ابو احمد المدني (یو عراقي وګړی) په کونړ، نورستان او ایران کې د داعش خراسان د بهرنیو عملیاتو مشري کوي.

طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د داعش ګواښ سخت کمزوری شوی دی. په همدې حال کې، داعش روانه اوونۍ په کابل کې د طالبانو د فرمانونو د څارنې ادارې په کارکونکو برید وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي نصیر فایق وویل، دغه برید وښوده چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په اړه د طالبانو ادعاوې د پوښتنې وړ دي او په ترهګریز بریدونو کې لا هم ملکي وګړي وژل کېږي.

د امنیت شورا کمېټې ویلي، «داعش خراسان د افغانستان د مهارولو په لټه کې دی.» ځکه چې افغانستان «هغه جغرافیه ده چې له هغې څخه ګاونډیو هیوادونو ته په اسانه ننوځي او منځنۍ اسیا، روسیې او ایران ته د ترهګریزو ګواښونو سیمه پراخه کوي.»

د کمیټې په وینا، داعش په افغانستان کې دننه خپل عملیات «نرم» کړي، خو په بهر کې یې خپل عملیات پیاوړي کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې له منځنۍ اسیا څخه افغانستان، ترکیې او ایران ته د داعش جنګیالیو د ننوتلو اصلي لارې دي. اوس مهال داعش خپل یو شمېر ځواکونه کونړ، ننګرهار او نور یې بدخشان، هرات او نیمروز ته استولي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تخنیکي کمیټې ویلي چې داعش به خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له طالبانو اقتصادي او سیاسي ګټو او د هغوی ضعیف کولو ته دوام ورکړي او په اوږدمهال کې به هڅه وکړي چې «افغانستان ګډوډۍ ته ور ټېل وهي او د دغې جغرافیې ټول کنټرول په واک کې واخلي. چې په دې سره د سیمې په هېوادونو ته په اسانه لاره پیدا کړي.»

نور خبرونه

رادیو