د طالبان بهرنیو چارو وزارت: قرغزستان دغه ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړه ایستې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، قرغزستان دغه ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړه ایستې، او طالبانو دغه ګام ستایلی دی.
خو قرغزستان تر اوسه پورې په رسمي توګه د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبې د (وږي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د قرغزستان دغه ګام په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د طالبانو د سیاسي پېژندګلوۍ ښکارندويي کوي.
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې د قرغزستان د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستل به له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د ټینګولو پر وړاندې خنډونه هم له منځه یوسي.
د قرغزستان حکومت تر اوسه پورې په رسمي توګه د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو په اړه څه نه دي ویلي.
قرغزستان هیواد طالبان په ۲۰۰۶ کال کې د ترهګرو او توندلارو ډلو په نوملړ کې ور زیات کړي.
د درېیو کلونو له تېرېدو، تر اوسه پورې هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو د قرغزستان او قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له دغې ډلې سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.
طالبان لا هم د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي هیوادونو په تور نوملړ کې دي، خو له دې سره، سره یې ځينې مشرانو په روان کال کې د سیمې او منځني ختیځ هیوادونو ته سفرونه کړي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د روان کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې طالبان به د دغه هیواد د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستل کیږي.

نور خبرونه

رادیو