حقاني: که بدګمانۍ او ګیلې ډېرېږي نو زموږ په باطن کې به خپلسري راغلې وي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وایي:«که بدګمانۍ، خپګانونه او ګیلې ډېرېږي نو زموږ په باطن کې به خپلسري راغلې وي.»
سراج الدین حقاني په کابل کې د یوه جومات په پرانیست غونډه کې د دغې ډلې غړو ته په وینا کې وویل، چې «خپلسري باید ختمې او ځانونه اصلاح کړي او د خپلو مشرانو اطاعت وکړي.»

حقاني پرته له دې چې د چا نوم واخلي وایي: «هغه کسان چې اسلامي ټولنه سره وېشي او اختلاف جوړوي باید تجدید نظر وکړي.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر همداراز ټينګار کوي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د شته يووالي پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
سراج الدین حقاني د طالبانو له ټولو غړو وغوښتل، چې له دوی څخه څوک غلطه استفاده و نه کړي او په خپلو چارو کې ستړي او بې حوصلې نه شي.
ښاغلي حقاني همداراز په ټينګار سره د طالبانو له غړو وغوښتل، چې د دې ډلې د مشرانو اطاعت وکړي ترڅو طالب مشران هم پر دوی شفقت وکړي.
حقاني وایي، چې د ده په ګډون ټول طالب چارواکي باید د نظام اصول مراعات کړي.
سراج الدین حقاني دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په ګډون ټول طالب چارواکي د مشرانو په اطاعت ټینګار کوي.

د سراج الدین حقاني اوسنۍ څرګندونې تر هغه وروسته دي چې ځینې رپوټونه وايي، د نوموړي او د دفاع وزیر ملا یعقوب د طالبانو له مشر سره اختلاف په زیاتېدو دی.

نور خبرونه

رادیو