طالبان: روسي پانګوالو په افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت وايي، روسي پانګوالو دې ته لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونې وکړي.
وزارت وايي، دوی بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د کار کولو زمینه برابروي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن پنجشنبه د (وږي ۱۵مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې، د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري له روسي پانګوالو سره ليدلي او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې په پانګونه خبرې ورسره کړې.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د روسي پانګوالو له قوله لیکل شوي چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت او ثبات له امله دې ته لېواله دي چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.
خپله روسي پانګوالو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، د دغې ډلې د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د پانګونې په زمینې برابرولو کې همکاري کوي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د افغانستان په کومه برخه کې به دغه روسي پانګوال د تیلو او ګازو په استخراج پانګونه کوي.
د طالبانو د کانونو وزارت د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په ۲۰مه ویلي و، چې دغې ډلې په تېرو لسو ورځو کې د امو سیند حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام تېل د ۷۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې بلومبرګ راپور ورکړی و، چې د چین د سنکیانګ د مرکزي اسیا د تیلو او ګازو شرکت په افغانستان کې د اومو تیلو تولید درې چنده کړی دی.

نور خبرونه

رادیو