د صرافۍ د جواز پر لوړې بیې د هرات صرافانو اعتراض کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د هرات صرافان د پنجشنبې په سهار د صرافۍ د لوړ جواز له امله د طالبانو د والي دفتر مخې ته راټول شوي وو.
دغو صرافانو ویلي، چې طالبان له هغوی څخه درې مېلیونه افغانۍ د جواز او شپږ مېلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه غواړي.

دغو اعتراض کوونکو صرافانو ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې بانکونه له افغانیو تش شوي او دغه ډله غواړي له صرافانو ځیني د لوړ ضمانت او جواز په پلمه زیاتې پیسې واخلي او خپلې تشې زېرمې پرې ډکې کړي.
دوی دا رنګه وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼو خلکو له بانکونو پیسې اېستې او تر ډېره یې خپلې پیسې له صرافانو سره د امانت په دول ساتلې دي.
دوی وايي، اوس طالبان غواړي د خلکو دغه پیسې په دې توګه خپلې او خپلو بانکونو ته ستنې کړي.
تر دې وړاندې په هرات کې صرافانو افغانستان انټرنشنل ته (د زمري په ۸مه نېټه) ویلي و، چې طالبانو د وسلې په زور په دغه ولایت کې د خراسان د صرافۍ مارکېټ تړلی و.
هغه مهال سرچېنو راپور ورکړی و، چې طالبانو د صرافیو خاوندان او لاس پلورونکي د ټوپکو په کونداغونو وهلي ډبولي او له مارکېټه یې په زوره شړلي وو.
دغو سرچېنو دا هم ویلي وو، چې طالبانو ګوت څنډنه ورته کړې وه که د افغانستان بانک ته د ضمانت پیسې و نه سپارل شي؛ نو هیڅوک به د صرافیو او مارکېټ د خلاصولو حق و نه لري.

نور خبرونه

رادیو