د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د القاعدې، طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ همکاري زیاته شوې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د القاعدې، افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ ملاتړ او همکاري زیاته شوې ده.

امنیت شورا ویلي، دغې ډلې د «پاکستان تحریک جهاد» تر چتر لاندې په افغانستان کې د بشري سرچینو او روزنیزو کمپونو په ګډو مرکزونو وژونکي بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوي راپور کې د القاعدې، افغان طالبانو او ټي ټي پي تر منځ اړیکو ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستاني طالبان د نورو ترهګرو ډلو لپاره د یوه پراخ چتر په توګه د بدلېدو په حال کې دی.

په راپور کې ویل شوي چې د هند په نیمه وچه کې د پاکستاني طالبانو او القاعدې احتمالي یوځای کېدل به د پاکستان، هند، میانمار او بنګله دېش پر وړاندې ګواښونه لا پسې زیات کړي.

د راپور له مخې، د امنیت شورا دوو غړو د بلوچستان په تربت سیمه کې د ګوادر پر بندر او د سمندري هوايي ځواکونو په اډه «بلوڅ بیلتون پالو» پورې اړوند د «مجید لېوا» بریدونه له پاکستانه د بهرنیو پانګه‌والو د بشپړو وتلو په موخه د خبرداری په توګه تعبیر کړل.

د امنیت شورا یوه غړي هیواد راپور ورکړی چې القاعده د پاکستاني طالبانو او «مجید بريګېډ» ترمنځ همکارۍ ته لاره هواره کړې ده.

د شورا یوه بل غړي اندېښنه څرګنده کړه چې د پاکستاني طالبانو، «مجید لېوا» او په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې تر منځ هر ډول اړیکه کیدای شي د پاکستان په بلوچستان او سند صوبو کې بریدونه زیات کړي.

دغې شورا ویلي، القاعده هڅه کوي چې په سیمه کې د اغېز ډېرولو لپاره له غیر افغاني ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له پاکستاني طالبانو سره همکاري پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا هم ویلي چې په بهر کې د پراخو عملیاتو لپاره د وړتیا له نشتوالي سره سره، القاعده هڅه کوي چې د غیر افغاني سیمه ییزو ترهګرو سازمانونو لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، جماعت الانصار او پاکستاني طالبانو سره همکاري پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د القاعدې د مهارولو لپاره د طالبانو له هڅو سره سره، له پاکستاني طالبانو سره د القاعدې نوره همکاري کولای شي ټي ټي پي په یوه سیمه ییز ګواښ بدل کړي.

افغانستان ته د القاعدې قوماندانان سفر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د القاعدې د ځینو قوماندانانو د سفرونو په اړه خبر ورکړی دی. په راپور کې ویل شوي چې القاعده په پټه توګه په افغانستان کې د بریدونو تنظیمولو او د ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

د دغه راپور له مخې، د القاعدې قوماندانان په ټولیز ډول له منځني ختیځ څخه د مشهد، زابل، نیمروز، اسلام کلا، تورغونډۍ او هرات د زرنج له لارې تګ راتګ کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د امنیت شورا څو هېوادونو کونړ او نورستان ته د القاعدې د هغو عربو قوماندانانو، چې پخوا په افغانستان کې فعال وو او له طالبانو سره یې تاریخي اړیکې لرلې، د راتګ خبر ورکړی دی.

په دغه راپور کې په میدان وردګو او سرپل ولایتونو کې د القاعدې د یوه مشر د شتون خبر هم ورکړل شوی.

ملګري ملتونه وايي، د القاعدې دوه مشران په دې وروستیو کې له یمن څخه افغانستان ته کډه شوي دي.

د القاعدې یو قوماندان د سراج الدین حقاني سلاکار دی

امنیت شورا د طالبانو په حکومت کې د القاعدې د ځینو غړو د شتون خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د القاعدې د لېبیا قوماندان عبدالعظیم بن علي د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني سلاکار دی.

دغه راپور د عبدالعظیم بن علي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

امنیت شورا راپور ورکړی چې د مرغانو ښکار په پلمه افغانستان ته د ځینو عربو سفرونه تر ډېره د القاعدې له فعالیتونو سره تړاو لری.

د پاکستاني او افغان طالبانو ګډې موخې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا، پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو په خوښه او ځینې وخت د افغان طالبانو په ملاتړ د پاکستان په خاوره کې په ځانګړي ډول پر پوځي موخو خپل بریدونه پراخ کړي دي.

د راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو کمپونه د القاعدې او افغان طالبانو په ملاتړ او ګډون سره د سیمه ییزو افغان جنګیالیو او پاکستاني طالبانو په روزنه بوخت دي.

راپور وايي، پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له نړۍوالو ځواکونو پاتې وسلې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان پوځي پوستو د په نښه کولو لپاره کارولې دي.

راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځینو غړو هیوادونو په حواله ویلي چې د القاعدې مهم مشر ابو اخلاص المصري په کونړ کې د ځانمرګو بریدګرو د روزلو لپاره له «د پاکستاني طالبانو اړوند جماعت الاحرار» سره په فعاله توګه همکاري کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې القاعده پاکستاني طالبانو ته وسلې او د ځانمرګو بریدونو واسکټونه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو