د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره د موټرو د ټکر له امله د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

ځايي سرچینې وايي، نن چهارشنبه له غرمې مخکې د تورخم ـ جلال اباد پر لاره د موټرو د ټکر له امله د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي.
هغه کورولا ګلپوش موټر چې له لارۍ سره ټکر شوی د واده زوم، د زوم دوه وروڼه، مور یې او یو ماشوم په کې مړه شوي.

له سیمې څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه پېښه نن چهارشنبه د (وږي ۱۴مه) له غرمې مخکې د تورخم ـ جلال اباد پر لاره د یوه ګلپوش موټر د ټکر په پېښه کې د زوم په ګډون د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي.
ويل کیږي، یو بار لرونکی ټیلر موټر له یوه کورلا موټر سره جنګېدلی چې زوم، ورسره د هغه مور، دوه وروڼه او یو ماشوم مړه شوي.
سرچینې زیاتوي، چې مړه شوي کسان د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي دي د کوژدې مراسمو ته روان وو او دغه پېښه پرې وشوه.
ویل کیږي، چې زوم د خپلې کوژدې د مراسمو لپاره له لندنه راغلی و.
تر دې وړاندې هم د کابل ـ جلال اباد او جلال اباد تورخم پر لویه لاره بې شمېره د موترو د ټکر پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې په دغې پېښه کې څوک ګرم بلل شوی.

نور خبرونه

رادیو