امربالمعروف د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له مامورینو د دیني مسایلو ازموینه واخیسته

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي غږیز کلیپونه ښيي، چې نن چهارشنبه د ننګرهار د ښاروالۍ او پوهنې ریاست له کارکوونکو څخه د دیني زده کړو ازموینه اخیستل شوې ده.

په دغو پیغامونو کې د ښاروالۍ او پوهنې ریاست چارواکي له خپلو کارکوونکو غواړي چې ازموینه کې خامخا ګډون وکړي.

لومړی غږیز پیغام د طالبانو تر کنټرول لاندې د جلال اباد د ښاروالۍ د یوه طالب چارواکي دی؛ نوموړي په واټس اپ ګروپ کې یې له ټولو کارکوونکو غوښتي، چې د چهارشنبې په ورځ په ازموینه کې ګډون وکړي.

نوموړی په دغه پیغام کې وايي: " دا چې تاسو خبر یاست د جلال اباد د ښاروالۍ د دعوت او ارشاد امریت د وزارت د مکتوب په اساس د امتحان ترتیب برابر کړی، چهارشنبه د امتحان ورځ ده او ټول امرین دې له خپلو کارکوونکو سره یوځای پکې برخه واخلی".

همدا راز په یو بل غږیز پیغام کې د طالبانو د پوهنې ریاست یو طالب چارواکي د جلال اباد ښار د پوهنې امریتونو کارکوونکو او د ښوونځیو ښوونکو ته خبر ورکړی، چې د چهار شنبې په ورځ د دیني مسایلو او عقیدتي ازموینې ته اماده شي.

دغه طالب چارواکي د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار د پوهنې ریاست په واټس اپ ګروپ کې زیاته کړې ده، چې هېڅوک باید غیر حاضر نه وي.

په دغه غږیز پیغام کې زیاته شوې ده، چې د امربالمعروف غړي به لس پوښتنې جوړوي او هره پوښتنه به لس نومرې لري.

د ننګرهار د ښاروالۍ یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په نننۍ ازموینه کې یې برخه اخیستې ده او دوی ته مخکې له مخکې یو درسي چیپټر هم تدریس شوی دی.

د امربالمعروف وزارت له خوا ترتیب شوی تدریسي چیپټر

نوموړی وايي، چې په دغه ازموینه کې یوازې له هغو مامورینو ازموینه اخیستل شوې، کومو چې په جمهوري نظام کې دنده لرله.

د هغه په خبره؛ طالبانو ورته خبرداری ورکړی، چې که په دې ازموینه کې کوم مامور ناکام شي نو له دندې به منفک شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له دولتي مامورینو څخه د دیني مسایلو ازموینه اخلي؛ بلکې له دې وړاندې په ننګرهار پوهنتون کې د دغه پوهنتون له ټولو استادانو څخه د دیني مسایلو ازموینه اخیستل شوې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له ډاکترانو هم ورته ازموینه اخیستل شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغانستان په ټولو اداراتو کې ځانګړي ریاستونه او امریتونه ایجاد کړي دي، چې له مخې یې د ټولو دولتي کارکوونکو دیني او دنیاوي مسایل تعقیبیږي.

نور خبرونه

رادیو