د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه چې د کابل وروستي برید کې ۱۶ څارنوالان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تایید کړه، چې د کابل په دارالامان کې د پخوانۍ څارنوالۍ په دروازه کې په وروستي برید کې لږ تر لږه ۱۶ څارنوالان وژل شوي.

دغې ټولنې ویلي، چې د دغه برید څرنګوالی د تېر حکومت د څارنوالانو پر وړاندې په تېرو شلو کلونو کې له ورته بریدونو سره توپیر نه لري.

دغه ټولنه وايي، چې په دې بريد کې يو شمېر څارنوالان ټپيان شوي هم دي.

داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او د بريد ویډیو یې خپره کړې.

دغې ډلې ویلي، چې دا برید د یوه ځانمرګي له خوا شوی او هدف یې طالبان وو.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په اعلاميه کې راغلي، چې څارنوالان لا هم د «ترهګرو ډلو لکه د طالبانو د ترهګرې ډلې» لخوا د سیستماتیک او انتقامي بریدونو هدف دي.

دغې ټولنې د دغه ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه برید یې غندلی دی.

طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د داعش تر ټولو خونړی برید دی.

د څارنوالانو ټولنې ویلي، چې دې برید د امنیت د تامینولو لپاره د طالبانو «درواغجنې ادعاوې» ثابتې کړې.

د دې ټولنې په وینا، د طالبانو عمومي بخښنه او د امنیت تامین حقیقت نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان «د دا ډول هدفي بریدونو د کلونو سابقه لري.»

د څارنوالانو ټولنې د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د څارنوالانو پر وړاندې د هدفي بریدونو د مخنیوي او د څارنوالانو ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو