د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، په پکتیکا کې یې یو پیر نیولی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، په پکتیکا کې یې هغه پیر نیولی، چې د دوی په وینا په ټولنه کې یې «غیر شرعي او خرافاتي کړنې» ترسره کولې.
دوی وايي، دغه پیر خپله د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

تردې مخکې به د افغانستان له نورو سیمو او یا له ګاونډي پاکستان څخه پکتیکا ته پیران ورتلل خو دغه پیر بیا خپله د پکتیکا اوسیدونکی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نن چهارشنبه د (وږي ۱۴مه) په ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې او په کې لیکلي یې دي، چې محتسبانو یې په پکتیکا کې هغه پیر نیولی، چې د دوی په وینا په ټولنه کې یې «غیر شرعي او خرافاتي کړنې» ترسره کولې.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه پیر څنګه کړنې ترسره کولې.
د روانې میاشتې په سر کې طالب چارواکو ویلي وو، چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یې هغه پاکستانی پیر نیولی چې دغه ولایت ته بې پوښتنې تللی و او هلته یې خلک په ځان ورټول کړي وو.

طالبانو له هغه پاکستاني پیر سره د هغه زابل میشتي مریدان هم نیولي وو.
د خواله رسنیو کاروونکو هغه پیر د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی بللی و، چې د باړې پیر په نوم هم مشهور دی.
طالبانو هغه پیر تر هغه وروسته ونیو، چې د شاه جوی ولسوالۍ خلکو یې لاسونه ښکلول او پښو ته یې د سجدې په ډول ښکته کېدل.

که څه هم د خواله رسنیو کاروونکو دغه پیر ته د طالبانو له لوري د سختې سزا غوښتنه کړې وه خو یو شمېر کسانو ویل چې هغه پیر په طالبانو کې ځینې مشران پیژندل او د هغوی په منځګړیتوب خوشې او ان تر تورخم دروازې پورې د طالبانو په بدرګه بیرته پاکستان ته ستون شو.
که څه هم چې له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د پیرانو او مریدانو سلسله روانه ده، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره هم مهاله د دغو پیرانو بازارونه مخ په تودېدو دي.

نور خبرونه

رادیو