یو څېړنیز مرکز: له افغانستانه بهر خلکو لپاره د داعش خراسان ډلې تبلیغات څو برابره زیات شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

سکای‌ نیوز د «اطلاعاتو په وړاندې د زغم مرکز» د ورکړل شویو مالوماتو پر بنسټ لیکلي، چې په تېرو دوو کالو کې د داعش خراسان ډلې تبلیغات له افغانستانه بهر مخاطبینو ته د څومره‌والي او ژبو له پلوه څو برابره زیات شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د دې سره هم‌مهاله د داعش په تګلارو او نړۍوالو بریدونو کې هم پام وړ زیاتوالی راغلی چې دغه څه د لویدیځوالو د امنیت لپاره یو زیاتېدونکی ګواښ بلل کېږي.
سکای نیوز په بریټانیا کې د «سي ‌ای‌ ار» په نوم د څېړنیز مرکز د موندنو پر بنسټ راپور ورکړی، چې په تېرو دوو کالو کې د داعش خراسان ډلې تبلیغات په بېلابېلو ژبو او انلاین بڼه څو برابره زیات شوي دي.
د اطلاعاتو پر وړاندې د زغم مرکز په راپور کې راغلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او واک ته د طالبانو د رسېدلو سره هم‌مهاله په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په بریدونو کې کموالی لیدل کېږي.
دا رنګه په راپور کې راغلي چې، د افغانستان له پولو بهر د داعش ډلې په بریدونو او د هغوی په عملیاتي وړتیاو کې زیاتوالی راغلی.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د داعش خراسان ډلې په مجازي نړۍ کې په بېلابېلو ژبو خپلو تیلیغاتو ته زور ورکړی او له افغانستانه بهر یې ګڼ مخاطبان پر ځان رامات کړي دي.
سکای‌ نیوز لیکلي، له دې سره هم‌مهاله د داعش له‌خوا د بهرنیو عملیاتو په برخه کې زیاتوالی ښيي چې نن سبا د لویدیځو هېوادونو امنیت هم د دغې ډلې له‌خوا ګواښل کېږي.
د دغه راپور پر بنسټ، د مارچ په میاشت کې د داعش ډلې هغه برید چې د مسکو ښار په یو کنسرټ تر سره شو، دا رنګه د جنورۍ په میاشت کې د ایران په کرمان او په جرمني او فرانسه کې د دغې ډلې د پلان شویو بریدونو شنډول دا په ډاګه کوي، چې دغه ډله په نړۍواله کچه غواړي ترهګریز بریدونه تر سره کړي.
د داعش ډلې له‌خوا د کېدونکي برید د ګواښ له امله په اتریش کې د امریکايي سندرغاړي ټېلور سوېفټ د کنسرټونو ځنډېدل هم هغه څه دي، چې له افغانستانه د باندې د داعش ډلې د بریدونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.
د سکای نیوز د راپور له مخې، کارپوهان داسې وړاندوینې کوي چې د داعش ډلې په خوځښتونو او ګواښونو کې به زیاتوالی راشي او په دې اړه ملګرو ملتونو هم وار د مخه خبرداری ورکړی چې دغه ډله به د اروپا په کچه هم ګواښونه پېښ کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې مرستیال ولادیمیر ورونکوف د اګسټ په میاشت کې ویلي و: «د داعش خراسان څانګه د [اروپا] لپاره ستر ترهګریز ګواښ بلل کېږي.»
د سکای نیوز راپور وايي، د داعش خراسان څانګه د خپلو رسنیو له لارې په بېلابېلو ژبو په منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو لکه په تاجکستان او ازبکستان کې خپلو مخاطبانو ته تبلیغات کوي.
د دغو تبلیغاتو منځپانګه دا ده، چې په منځنۍ اسیا کې د خلکو ګډې نا رضایتۍ راوسپړي او د حکومتونو د هغو سیاستونو پر ضد یې راوپاروي چې دوی یې د اسلامي اصولو خلاف ګڼي.
د بېلګې په توګه په تاجکستان کې د حجاب په منعه کولو داعش خراسان څانګه وايي دا د اسلام خلاف چاره ده او پر هغې کړنې یې نیوکې کړي.
دغې ډلې په دې وروستیو کې په اردو ژبه یو پوسټر خپور کړ. تر هغې وړاندې یې په فارسي، پښتو، روسي، ترکي، عربي، انګلیسي او ازبکي ژبو هم ورته پوسټرونه خپاره کړي ول.
په نیویارک کې د یوې امنیتي او اطلاعاتي کمپنۍ د څېړنو مشر کالن کلارک وايي، چې تر ټولو جالبه خبره دا ده چې طالبان په دې توانېدلي چې د داعش ډلې بریدونه په افغانستان کې مهار کړي؛ خو ورسره هم‌مهاله د دغې ډلې خوځښتونه له افغانستانه د باندې زیات شوي دي.
د سکای نیوز راپور وايي، داعش ډلې د دې تر څنګ چې په تاجکستان او ازبکستان کې یې د خپلو پلویانو د زیاتولو هڅه کړې؛ تر خوا یې پراخو نړۍوالو بریدونو ته هم سترګې ښخې کړې دي.
کارپوهان وايي، داعش ډله د دې تر څنګ چې د رسنیو پام یې ځانته راړولی، له بله پلوه د نړۍ په کچه د پېسو ټولولو په لټه کې هم ده.
په بریټانیا کې د رویال انسټیتوټ مشر څېړونکی انتونیو جوستوزي وايي:« داعش غواړي د رسنیو پام ځانته راواړوي، ځکه په دې وروستیو کلونو کې یوازیني څه چې دغې ډلې له لاسه ورکړي هغه ستر مرسته کوونکي دي.»
کلارک هم وايي، چې «د هغوی [داعش] موخه د ګڼو ولسي خلکو وژل دي، چې په دې توګه د نورو پام ځانته راواړوي.»
د اطلاعاتو په وړاندې د زغم مرکز لیکلي، چې د افغانستان جغرافیوي ځای ځایګی د داعش خراسان څانګې ته دا موکه ورکړې چې د منځنۍ اسیا له لارې د نورو غړو د جذبولو، د هغوی د روزلو او سازمان ورکولو لپاره ګټه پورته کړي.
د اطلاعاتو په وړاندې د زغم مرکز د یوې اکاډمیکې څېړنې د موندنو پر بنسټ لیکلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې په اروپا کې د داعش ډلې د نیول شویو کسانو دوه په درېمه برخه تنکي ځوانان دي.

نور خبرونه

رادیو