سیمه‌ییزې سرچېنې: طالبانو په تخار ولایت کې د افغانستان پوځ یو پخوانی غړی وژلی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچېنې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د افغانستان د پوځ پخوانی غړی د تالقان ښار د ګنجعلي بېک په سیمه کې وژلی دی.

دغه سرچېنې وايي، حسین رضواني د کوماڼدو ځواکونو غړی و چې د حکومت تر ړنکېدو وروسته په کرنیزو چارو بوخت و.
د دغه پخواني پوځي خپلوان وايي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته نوموړي خپله خواري غریبي او بزګري کوله او «د طالبانو د هیڅ یوې مخالفې ډلې» سره یې هم اړیکه نه لرله.
سرچېنې وايي، لا تر اوسه د رضواني مړی په روغتون کې دی او طالبانو یې مړی تر اوسه د هغه کورنۍ ته نه دی سپارلی.
دغو سرچېنو وویل، چې د مقاومت جبهې غړو د تخار- بدخشان پر لویه لاره د ګاو مالي په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو پر ځواکونو برید کړی و، چې له امله یې دوه تنه طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي وو.

دغه سرچېنې وايي، قاري جلال ایوبي هم د وژل شویو کسانو په ډله کې و.
د دغو سرچېنو په خبره، طالبانو په دغه برید کې د ښکېلو کسانو لټه کوله چې حسین رضواني په لاس ورغلی پر هغه یې ډزې کړي او وژلی یې دی.
طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو