ریچارډ بېنېټ: د کابل د وروستي برید عاملین باید محاکمه شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، چې په کابل کې دې د وروستي برید عاملین محاکمه شي.
هغه د دغه برید په غبرګون کې په اېکس پاڼه کاږلي، چې په کابل کې د دوشنبې ورځې برید ټکان ورکوونکی و.

نوموړي زیاته کړې، هیڅ شی دغه ډول تاوتریخوالی نه شي توجیه کولای.
هغه وړاندې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.
هغه ویلي، چې د پېښې عاملین باید له بشپړې څېړنې وروسته محاکمه شي.
پنټاګون په کابل کې د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، چې د داعش خراسان څانګه اوس هم یو ګواښ دی.
د پنټاګون ویاند جنرال رایډر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې واشنګټن به د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.
په کابل کې د سې شنبې په ورځ د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د څار ریاست پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.
داعش ډلې ادعا کړې، چې په دغه برید کې یې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې بیا ویلي و، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو