ترکي کارپوه: د داعش ګواښونو او اقتصادي ګټو منځنۍ اسیا طالبانو ته نږدې کړې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د ترکیې یو کارپوه اتا شاهیت وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونه د خپلو اقتصادي او امنیتي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو په رسمیت پېژندلو تر سرحده مخ په وړاندې تللي دي.

له دغو هېوادونو څخه یو شمېر یې افغانستان ته د خپلو صادراتو د زیاتولو په لټه کې دي او ځیني نور بیا د ازبکستان په څېر د داعش د ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

که څه هم چې د سیمې هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو د لویدیځو هېوادونو پرتله یې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.
ازبکستان په دې وروستیو کې طالب استازی ومانه.
ترکمنستان هم د جولای په میاشت کې ورته ګام پورته کړ.
قزاقستان بیا تر نورو مخکې شو او اعلان یې وکړ، چې طالبان یې د ترهګرو ډلو له نوملړه اېستي دي.
اتا شاهیت د تریکيې ویب پاڼې (ټي ار ټي) په یوه مقاله کې لیکلي، چې دغه پرمختګونه ښیي د منځنۍ اسیا هېوادونه چمتو دي چې په رسمي توګه د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني او ورسره عادي اړیکې ټینګې کړي.

افغانستان ته د قزاقستان د ۹۸۷ مېلیوني ډالرو صادرات

په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري د پام وړ چټکه شوې ده.
قزاقستان افغانستان ته د صادراتو پر بنسټ بهرنۍ تګلاره غوره کړې ده.
افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو د شمېرو تحلیل ښيي، چې قزاقستان له افغانستان سره د ګډې پولې په نه لرلو سره د ازبکستان د ترمز حيرتان بندر له لارې افغانستان ته د وړو، غوړيو او غنمو صادرات زيات کړي چې ارزښت يې تر ٩٨٧ مېليونو ډالرو رسېږي.
د قزاقستان صادرات د دوه اړخیزو صادراتو ۹۰ سلنه جوړوي او دغه هېواد لا هم د افغانستان د وړو عمده عرضه کوونکی دی.
د لیکوال په اند له افغانستانه د امنیتي ګواښ نشتوالی د قزاقستان لپاره ستره ګټه ده.
د ګډې پولې نشتوالي او په قزاقستان کې د افغان کډوالو نه مېشتېدنې په پام کې نیولو سره، د دې ډول تعاملاتو خطرونه د ازبکستان او تاجکستان په څېر هېوادونو پرتله د قزاقستان لپاره خورا کم دي.
له همدې امله، له افغانستان سره د قزاقستان په تعاملاتو کې ملي امنیت یو ثانوي لومړیتوب ګڼل کېږي.

ازبکستان د داعش په اړه اندېښمن دی

ازبکستان هم د منځنۍ اسیا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې ټینګې کړې دي.
دغه ترکي کارپوه وايي، د تاشکند اصلي اندېښنه په سیمه کې د داعش د حضور له امله رامنځته شوي سرحدي ګواښونه دي.
د ازبکستان جغرافیایي محدودیتونه په وچه کې راګیر هېواد او پر ګاونډیو هېوادونو بشپړ اقتصادي او ټرانسپورټي اتکا له امله له افغانستان سره د دغه هېواد د اړیکو لومړیتوب ګرځېدلی دی.
د لیکوال په اند د ازبکستان بهرنۍ پالیسي د چین پر وړاندې د ځواک د انډول پر رامنځته کولو او نویو بازارونو ته په ځانګړې توګه هند ته د لاسرسي په برخه کې متمرکزه ده.
دا پالیسي کولای شي د لا زیاتي بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د ازبکستان اقتصادي بیا رغونه کې مرسته وکړي.
ازبکستان له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخوي او هڅه کوي د اقتصادي همکاریو له لارې خپلې امنیتي اندېښنې حل کړي.
د اګسټ په میاشت کې کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیرعبدالله عارف اوف د سفر پر مهال دواړو هېوادونو د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د ۲،۵ مېلیارده ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۳۵ تړونونه لاسلیک کړل.
د ټرانس-افغان اورګاډي د پروژې بشپړېدل چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیه د جنوبي اسیا له ګرمو اوبو سره نښلوي، د ازبکستان او افغانستان په اړیکو کې د همکارۍ لپاره تر ټولو مهم فرصت ګڼل کېږي.

ترکمنستان د ټاپي پروژې د عملي کولو په هڅه کې دی

د مقالې پر بنسټ، د منځنۍ اسیا هېوادونو په منځ کې ترکمنستان له طالبانو سره له اقتصادي اړخه د قزاقستان او ازبکستان په څېر اړیکې لري.
وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، ترکمنستان لومړنۍ هېواد و چې افغانستان ته یې بشري مرستې ولېږلې.
له افغانستان سره د ترکمنستان د اړیکو تر ټولو مهم اړخ د ټاپي پروژه ده، چې د ترکمنستان د ګازو د صادراتو د لارې د متنوع کولو لپاره د ترکمنستان د پراخې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده.
د ترکمنستان د ګازو نل لیکې د پخواني شوروي په دوره کې د روسیې د ګازو د رسولو لپاره ډیزاین شوې وې.
تر اوسه پورې ترکمنستان د روسیې پر ګاز پروم د ګاز پلورلو ته دوام ورکړی دی.
پر همدغه مهال عشق اباد په دې وروستیو کې د خپلو عوایدو د زیاتولو لپاره د نویو شریکانو په لټه کې دی.
پاکستان او هند ته د ګازو په صادرولو سره ترکمنستان د خپلو پېرودونکو او د ګازو د صادراتو د عوایدو د زیاتولو وړتیا لري.
د شاهیت په وینا، که د ټاپي پروژه بشپړه شي او بشپړ عملیاتي ظرفیت ته ورسېږي، د ترکمنستان لپاره به د انرژۍ نوی لوی بازار رامنځته شي، چې کلني حجم به یې شاوخوا ۳۵ میلیارد متر مکعبه صادرات وي.
طالب چارواکو ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ټول قانوني او حقوقي پړاوونه بشپړ شوي دي.
د طالبانو او ترکمنستان چارواکو ویلي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل شي.
خو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل په اړه لا هم شکونه په خپل ځای پاتې دي.

تاجکستان بل ډول چلند لري

د لیکوال په اند د منځنۍ اسیا د هېوادونو په منځ کې تاجکستان د طالبانو له‌خوا له زیاتو ننګونو سره مخامخ دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تاجکستان له کابل سره له هر ډول سیاسي اړیکو ډډه کړې او په سیمه کې یواځینی هېواد دی، چې د دغې ډلې شته‌والی هم په رسمیت نه پېژني.
دغه ترکي کارپوه وايي، تاجکستان طالبان خپل ملي امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼي او له همدې امله یې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو پرتله ورسره بل ډول چلند کړی دی.
د تاجکستان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي، چې د تاجکستان د انصارالله ملاتړ کوي چې په عام ډول د "تاجک طالبانو" په نامه یادېږي.
د تاجکستان د چارواکو د رسمي بیان له مخې، د طالبانو اداره د انصارالله مشرانو او غړو ته پناه ورکوي او هغوی ته وسلې او مالي مرستې برابروي.
تاجکستان د ملي مقاومت د جبهې د مشرانو په ګډون د طالبانو د مخالفو ډلو کوربه‌توب هم کوي.

د منځنۍ اسیا ارزښت

د ترکي لیکوال د مقالې له مخې منځنۍ اسیا د امریکا او د هغه د اصلي سیالانو چین او روسیې تر منځ د نوې "سترې لوبې" د جګړې یو اصلي ډګر ګرځېدلی.
په دې وروستيو کلونو کې د منځنۍ اسيا تاريخي رول پياوړی شوی او دغه سيمه د څو قطبي نړۍ د يو مهم ځواک په توګه راڅرګندېږي.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د منځنۍ اسيا د اقتصادي ځوړ په مقابل کې دغې سيمې له ۲۰۰۰ ميلادي کال وروسته چټکه اقتصادي وده وکړه.
په منځنۍ اسیا کې یووالی د اړیکو د زیاتوالي او د چټکو اقتصادي اړیکو د پراختیا لامل شوی، په ځانګړې توګه له لویو ګاونډیو لکه چین او روسیې سره اقتصادي اړیکي.
د هغو مهمو ترانزیتي پروژو له جملې څخه چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي، د ریل پټلۍ جوړول دي، په ځانګړې توګه د پنځو هېوادونو د اورګاډي پټلۍ پروژه چې چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران سره نښلوي.
دغه دهلیز له چین څخه اروپا ته د ترانزیتي مهمې لارې په توګه پېژندل کېږي.
د دې تر څنګ افغانستان له پاکستان او هند سره د منځنۍ اسیا د نښلولو ترانسپورتي دهلېز ګڼل کېږي.
په مقاله کې راغلي، سره له دې چې د طالبانو رژيم نړۍ په رسميت نه پېژني؛ خو دغه ډله توانېدلې چې څه باندې اووه مليارده ډالره بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، چې ډېره برخه يې په چينايي پانګه‌والو پورې اړه لري.

نور خبرونه

رادیو