په فیلیپین کې د یاګي توپان له امله د مړو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

په فیلیپین کې د یاګي توپان له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي.
له بل پلوه په مانیلا او نږدې ولایتونو کې ښوونځي او دولتي دفترونه د خراب موسم له امله د سې شنبې په ورځ تړل شوي دي.

فلیپیني چارواکي وايي، د مانیلا په ختیځ کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۷ کسان مړه شوي دي.
د ځمکې ښویېدنې او سېلابونو له امله د څلورو تنو د ورکېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د تري تم شویو خلکو لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.
د دغه هېواد په مرکزي ولایتونو کې هم د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
چارواکو ویلي، دوه کسان په شمالي سمر کې د ځمکې ښویېدنې له امله مړه شوي او یو کس په نیګروس اورینټل کې مړ شوی دی.
پېښو ته د رسېدنې چارو ادارې مسووولین وایي، چې په ختیځ ښار ناګا کې هم درې کسان مړه شوي دي.
فیلیپین په ټولیز ډول په کال کې ۲۰ استوایي توپانونه ثبتوي.

نور خبرونه

رادیو