نتنیاهو له غزې څخه د یرغمل شویو بندیانو د ژوندي نه راستنولو له امله له خلکو بخښنه وغوښته

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

وروسته له هغه چې په غزه کې د شپږو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه وموندل شول، د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خلکو بخښنه وغوښته.

هغه د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل:« زه د یرغمل شویو کسانو د ژوندي نه راګرځولو له امله بښنه غواړم. موږ هغوی ته ډېر نږدې وو؛ خو په موندلو یې بریالي نه شو.»
هغه زیاته کړې، چې حماس به د یرغمل شویو کسانو د وژنې درنه بیه پرې کړي.
د شنبې په ورځ په غزه کې د ۶ تنو اسراییلي یرغمل شویو د جسدونو له موندنې وروسته په اسراییل کې د نتنیاهو د حکومت پر خلاف لاریونونه لاهم دوام لري.
تېره ورځ په زرګونو کسانو په تل ابیب او بیت المقدس کې د حکومت ضد لاریون کې برخه اخیستې وه.
له بل پلوه بیا د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده ویلي، چې په غزه کې د شپږو یرغمل شویو د وژل کېدو ټول مسوولیت د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو په غاړه دی.
ابو عبيده د ټېلګرام له لارې په خپل يوه بيان کې ويلي، د نصرت له پېښې وروسته يې د اسراييلي يرغمل شويو د امنيت مسوولينو ته سپارښتنه کړې وه که د اسراييلي پوځ لاس ته ولوېږي؛ نو له يرغمل شويو کسانو سره څه وکړي.
دوه ورځې وړاندې د اسراییل پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې د غزې په تړانګه کې يې د حماس له‌خوا د اکټوبر په اوومه د تښتول شويو او يرغمل شويو شپږو نورو کسانو مړي موندلي دي.
د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې په دغو موندل شویو جسدونو کې پنځه یې اسراییلي او یو امریکايي وګړی شامل دي چې د اکټوبر په اوومه د حماس له برید وروسته تښتول شوي وو.
د خبر له مخې، په دغو کسانو کې ۴ نارینه او ۲ ښځې شاملې دي.
د اسراییل د پوځ یوه ویاند ویلي، د دغو ټولو کسانو جسدونه د شنبې په ورځ د غزې په رفح کې په یوه تونل کې موندل شوي او کېدای شي چې یوه یا دوه ورځې مخکې وژل شوي وي.

نور خبرونه

رادیو