بایډن وايي، نتنیاهو د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره کافي کار نه دی کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حماس له‌خوا په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د هوکړې په برخه کې کافي کار نه دی کړی.

هغه وایي، امریکا د یرغملو کسانو او اوربند د هوکړې په اړه مرکچي پلاوي ته د خپل وروستي وړاندیز وړاندې کولو ته نږدې شوې ده.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د اونۍ په پای کې د غزې له یوه تونله د ۲۳ کلن امریکایي وګړي هېرش ګولډبرګ پولین په ګډون د شپږو یرغمل شویو جسدونه وموندل.
وروسته له هغه چې په غزه کې د شپږو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه وموندل شول، د دغه هېواد لومړي وزیر نتنیاهو د یرغمل شویو کسانو د ژوندي نه راستنولو له امله له خلکو بخښنه غوښتې ده.
هغه خبرداری ورکړی، چې حماس به د یرغمل شویو کسانو د وژنې درنه بیه پرې کړي.
د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده بیا ویلي، چې په غزه کې د شپږو یرغمل شویو د وژل کېدو ټول مسوولیت د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو پر غاړه دی.

له بل پلوه د جبالیا د کډوالو په پنډغالي کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې اته فلسطینیان د ډوډۍ د اخیستلو پر مهال ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو