سرچینې:طالبانو د ژوندیو انځورونو د خپرېدو له امله کندهار کې د ملي تلویزون خپرونې بندې کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

په کندهار کې سرچینې وايي، طالبانو د خپل مشر په امر په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی او د دې ولایتي تلوېزون کارکوونکي یې کابل ته د خدمتي کارمنانو په توګه لېږلي دي.

د سرچینو په خبره، د بندیز لامل هم په دې رسنۍ کې د ژوندیو انځورونو خپرول بلل شوی دي.

دغه سرچینې وايي، اته ورځې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په لارښوونه د کندهار د امربالمعروف ریاست د محتسبینو له لوري په کندهار کې د ملي ټلویزیون پر سیمه‌ییزو خپرونو بندیز لګول شوی دی.
سرچینې وايي، د کندهار د ملي ټلویزیون سیمه‌ییز خبریالان، تصویر اخیستونکي او د تخنیک برخې کارکوونکي د یوه مکتوب له مخې په کابل کې د ملي ټلویزیون مرکزي دفتر ته د خدمتي کارکوونکو په توګه ورپېژندل شوي دي.
د کندهار ملي ټلویزیون د افغانستان په سوېلي حوزه کې د نورو ولایتونو پرتله د ډېرو امکاناتو او کارکوونکو په لرلو سره ډېر فعاله ټلویزیون پاتې شوی دی.
څو میاشتې وړاندې د کندهار د سیمه‌ییزو طالب چارواکو له لوري په کندهار کې پر تصویري مرکو هم بندیز لګول شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا ادعاوې کړې؛ خو لیدل کېږي، چې نه یوازې دغې ډلې د بیان د ازادۍ ته پاملرنه نه ده کړې؛ بلکې په ډېرو مسایلو کې یې خبریالان د کارکولو څخه هم منعه کړي دي.

ځیني کتونکي په دې اند دي، چې د طالبانو تېرې واکمنۍ ته په کتو دغې ډلې چې په ټلویزیوني خپرونو بندیز لګولی و، ښايي په کندهار کې دغه نوی لګېدلی بندیز د نورو ټلویزیوني خپرونو د بندولو پیلامه وي؛ ځکه طالبان د عکس اخیستلو او ټلویزیوني خپرونو سره په مخالفت کې دي.

نور خبرونه

رادیو