د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د طبیعي علومو څانګو په درسي منځپانګه کې بیا کتنه کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په درسي نصاب کې د 'بیا کتنې او پرمختګ' په نامه د ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژۍ او ښونې او روزنې په څانګو کې بیا کتنه پیل کړې ده.

باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې تعلیمي نصاب ته به له مذهبي اړخه بیا له سره کتنه کېږي.
طالبانو تر اوسه د طبیعي علومو په کتابونو کې د بدلونونو د راوستو په اړه په ځانګړې توګه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د تعلیمي نصاب مشر عبدالروف فراهي وايي:« د اسلام د مبین دین په رڼا کې د نړۍ د نویو پرمختیاو او تجربو نه په ګټې اخیستنې سره به په تغلیمي نصاب کې بدلونونه راوستل شي.»
په پام کې ده، چې د ښوونې او روزنې د پوهنځي استادان، د تعلیمي نصاب استازي او د اړونده ادارو غړي په راتلونکو پنځو ورځو کې په تعلیمي نصاب کار وکړي.
د طبیعي علومو په څانګو کې بیا کتنه داسې مهال پیل شوې، چې تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي و، له ۷۰ زیاتو پوهنځیو تعلیمي نصاب ته به بیا له سره کتنه کوي.
له هغې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې، په پوهنځیو کې به د علمي مضمونونو ساعتونو پر ځای د دیني هغو ساعتونه ډېر شي.
څه موده وړاندې د لوړو زده‌کړو په وزارت کې باخبره سرچېنو افغانستان انټر نشنل ته ویلي و، چې طالبانو د پوهنځیو په درسي ساعتونو کې د مسلکي مضمونونو ساعتونه کم کړي او پر ځای یې د اسلامي ثقافت ساعتونه درې برابره زیات کړي دي.

نور خبرونه

رادیو