‏د کانګو حکومت وايي، د دغه هېواد له ترټولو لوی زندانه د تېښتې په هڅه کې ۱۲۹ تنه وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۱۲۹ کسان په داسې حال کې وژل شوي چې د پلازمینې کنشاسا له مرکزي مکالا زندانه یې د تېښتې هڅه کوله.

په یوه بیان کې چې د سې شنبې په سهار په اېکس پاڼه خپور شوی د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر شباني لوکو ویلي، بندیانو د دوشنبې په ورځ د زندان ودانیو ته اور ورته کړ او د اورلګېدنې په پلمه یې د تېښتې هڅه وکړه.

د مکالا زندان مسوولین وایي، چې هیڅ یوه زنداني په تېښته بریالی نشو.
مکالا په کانګو هېواد کې تر ټولو لوی زندان دی، چې د ۱۵۰۰ بندیانو د ساتلو لپاره جوړ شوی دی.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم د شپې له‌خوا د وسله‌والو له برید وروسته تر ۴۰۰۰ زیات بندیان له دغه زندانه تښتېدلي وو.
هغه له زندانه د بندیانو پر لېږد هم بندیز اعلان کړ او ویې ویل، چې چارواکي به د ګڼې ګوڼې د کمولو د نورو هڅو ترڅنګ یو نوی زندان هم جوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو