په یوه میاشت کې ۸۱ اعدامونه؛ د م.م کارپوهانو ایران کې د اعدامونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې د اعدامونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د ۱۵ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۴۰۰ کسان اعدام شوي دي.

دوی له ایرانه وغوښتل، ژر تر ژره د هغو کسانو اعدامول بند کړي چې له ورته سزا سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دوشنبې په ورځ په یوې غونډه کې ویلي:« ۸۱ کسان یوازې په اګست میاشت کې اعدام شوي دي. دا شمېره د جولای پرتله د اعدامونو دوه برابره زیاتوالی ښیي، په جولای میاشت کې ۴۵ کسان اعدام شوي دي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې د اعدامونو د زیاتوالي په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ د دغه بهیر د سملاسي بندیدو غوښتنه هم کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د اعدامونو نږدې نیمايي (۴۱ اعدامونه) د نشه‌یي توکو په جرم ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال میثاق چې ایران هم لاسلیک کړی، د اعدام د سزا غوښتنلیک "تر ټولو جدي جرمونو" پورې محدودوي چې په قصدي توګه وژنه هم په کې شامله ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ورته میثاقونو ته په کتو خبرداری ورکړی، چې «د نشه‌يي توکو د جرمونو لپاره اعدام د نړۍوالو معیارونو څخه سرغړونه ده.»
له ۲۰۲۱ کال راهیسې او د مقرراتو له بدلون سره په ایران کې د نشه‌یي توکو په تړاو اعدامونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی، چې په ۲۰۲۳ کال کې تر ۴۰۰ ډېر کسان په دې تور اعدام شوي دي.
دوی ویلي، چې اعدام شويو کسانو عادلانه محاکمې ته لاسرسی نه درلود.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپله اعلامیه کې د عادلانه محاکمې پر اړتیا ټینګار کړی او لیکلي یې دي:« هغه هېوادونه چې د اعدام سزا پلې کوي باید ډاډ ترلاسه کړي، چې خلک د جنایي محاکمې په بهیر کې شکنجه نه شي، په غیر انساني یا سپکاوی سره مجازات نه کړي او د دوی حق د قانون او محاکمو په وړاندې د عادلانه محاکمې او مساوات لپاره ورکړل شي، باید دغه ټول جزایي طرزالعملونه په پام کې ونیول شي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ خبرداری ورکړی، چې د هغو کسانو د محاکمې په جریان کې چې اعدام شوي - د وژنې قضیو په ګډون - د عادلانه محاکمې پروسه نه ده تعقیب شوې.
دغو کارپوهانو د رضا رسايي اعتراف چې د مظاهرې په تور بندي شوی و او د "ښځو، ژوند، ازادۍ" په اعتراضونو کې نیول شوی او بیا اعدام شوی و، د هغه "اعتراف جبري او د شکنجې" پر بنسټ یې ګڼلی دی.
۳۴ کلن ځوان رضا رسایي چې د ۱۴۰۱ کال د مظاهرو پر مهال د کرمانشاه په ښار کې نیول شوی و، د سې شنبې په ورځ د زمري د ۱۶مې په سهار اعدام شو.
رسايي د ۱۴۰۱ کال د لړم د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د ایران د یوه سرتېري په وژلو تورن و او تېر کال د سترې محکمې له‌خوا د هغه د اعدام سزا تایید شوه.
دوی همداراز د شریف محمدي، جبران عزیزي، محمود محرابي، عباس دریس، احمدرضا جلالي او جمشید شارمهد د اعدام په اړه خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو اندېښنه ښودلې، چې ښايي بې ګناه کسان اعدام شوي وي.

نور خبرونه

رادیو