په ایران کې له ۱۳۹۰ کال راهیسې هر کال د ودونو شمېر کم شوی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د ایران د نفوسو د څېړنې انسټیټیوټ ویلي، چې تېر کال د ښځو د واده اوسط عمر ۲۴ او د سړو ۲۸ کلونو ته رسېدلی و.

د دغو معلوماتو له مخې؛ په ایران کې له ۱۳۹۰ کال راهیسې د ودونو شمېر کم شوی دی.

د ایران د نفوسو د څېړنې د انسټیټیوټ مشر محمد جواد محمودی د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) له ایسنا خبرې اژانس سره په خبرو کې په ایران کې د ۱۳۴۵ او ۱۴۰۲ کلونو ترمنځ د ودونو د ارقامو پرتلیز تحلیل ترسره کړی.

د ۵۷ کلونو په دې موده کې د واده اوسط عمر د ښځو لپاره پنځه نیم کاله او د نارینه و لپاره درې نیم کاله زیات شوی دی.

د دې احصایې له پیل څخه تر ۱۳۹۸ کال پورې، یعنې په ۴۴ کلونو کې د ثبت شویو ودونو شمېر له ۱۵۲ زرو او ۴۱۱ قضیو څخه ۸۹۱ زره او ۶۲۷ قضیو ته لوړ شوی، چې دا په ایران کې له نیمې پېړۍ څخه د ډېرو ثبت شویو ودونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

له ۱۳۹۰ کال راهیسې د ودونو شمېر کم شوی، چې له همدې امله تېر کال ۴۸۰ زره او ۸۶۸ ودونه ثبت شوي دي.

د دغو څېړنو شمېر ښيي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د هرو زرو کسانو لپاره ۵/۷۶ ودونه ثبت شوي دي.

محمودي وويل، په تېرو درېيو لسيزو کې د ودونو په شمېر کې زياتوالى يا کموالى په بشپړه توګه له ١٨ څخه تر ٢٣ کلونو عمر د کمښت سره سمون لري چې په ايران کې له څه د پاسه يوې لسيزې مخکې په پرتله کم شوى دى.

نور خبرونه

رادیو