طالبانو په لوګر او پروان کې شپږو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړه
د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په پروان ولایت کې یې څلورو او په لوګر ولایت کې یې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې څلور کسان چې په «لواطت» تورن وو ورته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغې ډلې درې تورن کسان په یو- یو کال تنفیذي بند او ۳۹ دورو او بل تورن کس په دوه کلن بند او ۳۹ دورو محکوم شوی و.
په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو تنو ته د «اخلاقي فساد او له کوره د تېښتې په جرم» په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په پنځه، پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزيري سزا محکوم شوي وو.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو له لوري کلکې نیوکې کېږي؛ خو طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو لړۍ روانه ساتلې ده.