په بنګله دېش کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۹ ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

په بنګله دېش کې د سختو بارانونو او د سېلابونو راوتو له امله د مړو شمېره مخ په ډېرېدو ده.
د بنګله دېشي رسنیو د راپورونو له مخې، د مړو شمېر ۵۹ ته لوړ شو.

ډهاکه ټربیون ویلي، د مونسون بارانونو په ټول هېواد کې د مېلیونونو وګړو ژوند سخت اغېزمن کړی.
د چارواکو په وینا، سېلابونو په ۱۱ ولسوالیو کې شاوخوا ۵.۵ مېلیونه خلک اغېزمن کړي، چې ډېری یې د هند پولې ته څېرمه ژوند کوي.
د راپورونو له مخې، د دغه ناورین په پایله کې له ۵۰۰ زرو څخه ډېر خلک ۳۴۰۳ لنډمهاله کورونو ته لېږدول شوي وو؛ خو لاهم ۳۰۰ زره خلک په بېړنیو مېنو کې وخت تېروي.
د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر فاروق اعظم وویل، چې د ژغورنې په ډله کې د پوځ، هوايي ځواک او سمندري ګډ ځواکونه شامل دي.
دغه وزارت وویل، له ۵.۲ مېلیونو څخه زیات کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

نور خبرونه

رادیو