انګلستان اسراییل ته د وسلو د صادراتو ۳۰ جوازونه وځنډول

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي د دوشنبې په ورځ ویلي، چې اسراییل ته د وسلو د صادراتو ۳۰ جوازونه له بیا کتنې وروسته ځنډول شوي دي.

هغه په پارلمان کې د یوې وینا په ترڅ کې ویلي، چې دا پرېکړه د انګلستان د وسلو د صادراتو جوازونو له بیا کتنې وروسته شوې او دا موندل شوي، چې د دې "روښانه خطر" شته چې اسراییل دغه وسلې په داسې توګه کاروي چې د نړۍوالو قوانینو خلاف دی.

لامي وویل: " دا د دې حکومت قانوني دنده ده چې د برېتانیا د صادراتو جوازونو ته بیا کتنه وکړي."

هغه یادونه وکړه، چې د ۳۵۰ جوازونو څخه شاوخوا ۳۰ جوازونه به وځنډول شي او دا چې دغه کار یو بشپړ بندیز یا د وسلو بندیز نه دی.

د برېتانیا حکومت په غزه کې د پراخې ملکي مرګ ژوبلې سربېره اسراییل ته د وسلو د صادرولو د دوام له امله تر نیوکو لاندې دی.

د جون په میاشت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي وو، چې انګلستان د تېر کال اکټوبر له ۷مې راهیسې اسراییل ته د وسلو د صادراتو ۱۰۸ جوازونه صادر کړي.

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې پر اسراییل د حماس له برید وروسته اسراییلي ځواکونو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل.

پر اسراییل د حماس برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

په همدې حال کې پر غزې د اسراییل بریدونو کې تر ۴۰ زرو ډیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو