په کندهار کې د جوماتونو ملا امامان د لمانځه د حاضرۍ لپاره د هر کور د سړو نومونه ثبتوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

له کندهار څخه سرچینې وایي، چې په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو امامان د خلکو له کورونو څخه د نارینه و نومونه په ځانګړو لېستونه کې ثبتوي څو په جومات کې د لمانځه پر مهال حاضر وي.

تر دې وړاندي په دې ولایت کې امربالمعروف او استخباراتو هم له ټولو کورونو څخه د مشرانو او کورنیو د غړو نومونه په ځانګړو لېستونو کې ټول کړي وو.

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې په ۶ مه، ۱۱ مه، ۱۵ مه حوزو او یو شمېر نورو سیمو کې د جوماتونو ملا امامان د خلکو کورنو ته ورځي او د مشرانو څخه یې د کورنیو د نارینه غړو معلومات اخلي.

سرچينې وايي، چې ملا امامان دغه کار د امربالمعروف او استخباراتو له لوري په جبري توګه کوي او ټينګار يې کړی، چې د لمانځه پر مهال باید د کورنۍ ټول غړي حاضر وي.

د حاجي عبدالمنان په نوم د کندهار ښار د ۱۵ مې حوزې یو اوسېدونکي وويل: «زموږ په کلي د مجسد ملا او طالبان په کورونو ګرځي او وايي، چي نارینه باید ټول د لمانځه پر مهال په جامع کې حاضر وي.»

سرچينه زياتوي، چې طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی که لمانځه ته حاضر نه شي له غبرګون سره به مخ شي.

د احسان الله په نوم د کندهار ښار د ۱۱مې حوزې يو بل اوسېدونکی چې د مسجد ملا امام ته یې د خپل کور د نارينه غړو معلومات ورکړی وايي: « امام د نارینه و د لېست اخیستلو وروسته را څخه وغوښتل، چې ټول نارينه باید جماعت لمانځه ته راولم.»

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ طالبانو په جماعت لمانځه کې د نارينه و د حاضرېدو پروسه په ولسواليو کې هم پيل کړې ده.

سرچينې وايي، چې طالبان دغه کار وروسته جبري کوي او پلان لري، چې سهار او مازیګر په جوماتونو کې خلکو ته اصلاحي بیانونه هم وړاندې کړي.

څه موده مخکې په سوېلي ولایتونو کې د طالبانو د امربالمعروف او استخباراتو ادارو له ټولو کورونو څخه د هغوی د مشر او نورو غړو معلومات اخیستي وو.

طالبانو ويلي، چې دا کار د امنيت د ټينګښت لپاره کوي.

طالبانو د سیمې مشرانو ته ویلي، چې د نویو کورنیو د راتګ پر مهال بايد نږدې د طالبانو امنيتي حوزې په جريان کې کړي.

په کندهار کې ډېری کسان د طالبانو له کړونو نا خوښه دي او د طالبانو کړونو ته په اشارې وایي، چې په زور هيڅ شي پر ولس نه شي عملي کېدی.

نور خبرونه

رادیو