د یوناما مشره وايي، چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د یوناما مشره وايي، د افغانستان له خلکو د ملګرو ملتونو د سلا مشورو له مخې یو پراخ توافق شته، چې د طالبانو اداره به په رسمیت نه پېژني.

روزا اوتنبایوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړې او د اساسي قانون جوړول د مسایلو مشروطه حل وګڼل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د سپټمبر په میاشت کې د خپل پلان راپور خپور کړ، چې ټاکل شوې په روانه میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په دغه راپور کې د افغانستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د تېرو درېیو میاشتو پر بدلونونو او د افغانستان په اړه د دغه سازمان پر ممکنه لارو چارو او اقداماتو بحث شوی دی.

د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د مالي او مشارکت مشرې لیزا ډوټن د جون په ۲۱مه امنیت شورا ته وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اغلې ډوټن وویل، چې د اقلیم د بدلون ناوړه اغیزې په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له بنسټ ایښودونکو څخه منيژه وافق هم د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې د طالبانو د محدودیتونو په اړه امنیت شورا ته وضاحت ورکړی دی.

مېرمن وافق ويلي، چې د افغان مېرمنو مشارکت او حقونه یوه اساسي او د خبرو اترو وړ موضوع نه ده.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د اګست په ۱۵مه اعلان وکړ، چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې د نجونو لپاره ثانوي او لوړې زده کړې په کې منع دي.

دغه سازمان وايي، له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي دغې ډلې په قصدي توګه ۱.۴ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو څخه بې برخي کړې دي.

د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډی کارلو د دوحې له غونډې وروسته وویل، که څه هم طالبانو په دې ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې له غړو سره په مستقیم ډول خبرې اترې ونه کړې؛ خو دغې ډلې د عامه ژوند په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور له اړتیا څخه په کلکه خبر ورکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا هم ویلي، چې طالبانو د اګست په ۲۱مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ افغانستان ته پر سفر بندیز ولګاوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د ښاغلي بېنېټ راپورونه «په تعصب او بې اساسه کيسو» ولاړ دي، چې د افغانستان او خلکو ګټو ته زیان رسوي.

طالبانو د اګست په ۲۱مه د دغې ډلې د مشر له خوا د «امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون» توشيح کړ.

دغه قانون د ښځو پر وړاندې ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.

د «غيري محرم» نارینه و سره د ښځو خبرې نه کول او په لوړ غږ د کتاب لوستل هم په دې بنديزونو کې شامل دي.

دغه قانون له ښځو هم غوښتي، چې عمومي ځايونو کې خپل مخونه پټ کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایو وویل، دغه قانون د افغانستان لپاره یوه غمجنه راتلونکې انځور کړې ده.

د طالبانو د «امربالمعروف قانون» د غندلو لپاره د موافقې نشتوالی

ملګري ملتونه وايي، د امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د «امربالمعروف د قانون» په توشيح کولو نیوکه کوله؛ خو د دغې شورا د دوو غړو له خوا له دغې پرېکړې سره مخالفت وشو.

دغه سازمان ویلي، چې دواړو هېوادونو استدلال کړی، چې د قانون توشيح د افغانستان لپاره یوه «داخلي مساله» ده.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغو دوو غړو نومونه نه دي اخیستي؛ خو د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې چین او روسیه په دې باور دي، چې نړۍواله ټولنه باید د بشري حقونو په څېر مسایلو ته په پام سره له افغانستان سره مرسته وکړي.

په راپور کې راغلي، چې بیجینګ او مسکو هم له فشارونو پرته له طالبانو سره د خبرو او تعامل پلوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دوو غړو د طالبانو د نوي قانون په اړه د انتقادي بیان له خپرولو سره مخالفت وکړ او استدلال یې وکړ، چې یوناما لا هم د طالبانو د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» قانون د پایلو په اړه څېړنه کوي.

دوی دا هم ويلي، چې امنیت شورا په خپلو پخوانیو متنونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ننګونه په ګوته کړې ده.

له بلې خوا د امنیت شورا یو شمېر غړي لکه فرانسه، برېتانیا، امریکا او د دوی په څېر هېوادونه استدلال کوي، چې که طالبان په رسمیت وپېژندل شي او پراختیايي او اقتصادي مرستې تر لاسه کړي، باید نړیوالو نورمونو ته غاړه کېږدي.

د راپور له مخې، یو شمېر هېوادونه په دې باور دي، چې پر طالبانو باید فشارونه وساتل شي، په ځانګړې توګه د دې ډلې د هغو تګلارو په ځواب کې، چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د افغان ښځو د حقونو په اړه غیر رسمي غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره یوه مهمه مساله ده.

سازمان وړاندیز کړی، چې د شورا غړي کولی شي د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له استازو، د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د بشري حقونو عالي کمېشنر دفتر او د افغانستان مدني ټولنې سره غیر رسمي ناسته وکړي.

په راپور کې راغلي، چې په دې غونډه کې به پر طالبانو د دې ډلې د تګلارو او ښځو په وړاندې د چلند له امله د فشار راوړلو په اړه بحث وشي.

نور خبرونه

رادیو