اوکرایني سیاستوالو له منګولیا غوښتي چې د سې شنبې په ورځ د پوتین د سفر پر مهال هغه ونیسي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د اوکراین د شپږو وکیلانو یوې ډلې په منګولیا کې له خپلو سیالانو څخه غوښتنه کړې، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې د جنایي جرمونو د نړۍوالې محکمې د نیولو حکم دې دغه هېواد د نوموړي د سفر پر مهال پلي کړي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې په ۲۰۲۳ کال کې د پوتین د نیولو امر صادر کړ.

په یوه لیک کې چې ای بي سي نیوز ټلویزیون ترلاسه کړی، د اوکراین د پارلمان ټولو هغو غړو چې د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د خلکو د خدمت ګوند غړیتوب لري غوښتنه کړې، چې منګولیایي چارواکو پوتین دجرمونو د نړۍوالې محکمې د حکم له مخې توقیف کړي، چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې له اوکراین څخه په ناقانونه توګه روسیې ته د ماشومانو د انتقال له امله صادر شوی.

اوکراین او منګولیا دواړو د روم اساسنامه لاسلیک کړې، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې اساس جوړوي او دغې محکمې ته اجازه ورکوي، چې د نسل وژنې، د بشریت ضد جرمونو، جنګي جرمونو او د تېري جرمونو په اړه قضاوت وکړي.

د اوکراین سیاستوال د منګولیا د پارلمان غړو ته په خپل لیک کې لیکلي: "د اوکراین د ماشومانو تښتول یوازې یو له څو جرمونو څخه دی، چې پوتین او د روسیې پوځي او سیاسي مشرتابه باید د هغې په اړه عدالت ته حساب ورکړي."

په لیک کې ویل شوي: "د اوکراین د پارلمان د غړو په توګه موږ د منګولیا چارواکو څخه غوښتنه کوو، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له خوا صادر شوی د پوتین د نیولو امر عملي کړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وسپاري."

دغه لیک کې راغلي: "موږ ستاسو ملاتړ ته سترګې په لار یو".

کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف تېره اونۍ په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې دوی منګولیا ته د پوتین د سفر په اړه "هېڅ اندېښنه" نه لري.

نور خبرونه

رادیو