د طالبانو د فرمانونو د نظارت ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګي بريد تر ۱۲ زيات کسان وژلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د کابل سوېل لوېدیځ د شپږمې ناحیې اړوند دارالامان ماڼۍ ته پر غځېدلي سړک د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی بريد شوی.

انځورونه ښيي، چې لږ تر لږه د ۸ کسانو جسدونه پر ځمکه پراته دي.

د طالبانو یوې سرچینې د ۱۲ تنو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

سرچينه وایي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکي له دفتر څخه خپلو کورونو ته روان وو.

د ځانمرګي بریدګر یوه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې پکې د ځانمرګي بریدګر نیم بدن ښکاري.

له سیمې څخه عيني شاهدان بيا په پېښه کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله زياته يادوي.

د دوی په خبره، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې؛ تر ۱۵ د زياتو کسانو جسدونه یې ليدلي.

د کابل د همدې پېښې له سیمې څخه عيني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې ځانمرګی بريد نن مازیګر څه باندي څلور بجې شوی.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع پېښه تایید کړې؛ خو د مرګ ژوبلې او پېښې د هدف په اړه یې جزيیات نه دي ورکړي.

هغه ويډيو او انځورونه، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي، پکې د تلفاتو شمېر ډېر او د خلکو د بدن ټوټې معلوميږي.

عيني شاهدان وايي، چې په پېښه کې وژل شوي او ټپي کسان د کابل استقلال او ايمرجنسي روغتونونو ته انقتال شوي.

سیمه د طالبانو له لوري کلابنده شوې او هیچا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

دغه سړک د خلکو د ګڼې ګوڼې ساحه ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

نور خبرونه

رادیو