د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد د لاسلیک ټولولو کمپاین پیل کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د بښنې نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، څو د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد لاسلیکونو اړوند اقدام وکړي.
دغه سازمان د سمدستي غبرګون، پر طالبانو د فشار، د افغان ښځو پر ملاتړ او د جسمي مجازاتو د قضیو ته پر رسیدګۍ ټینګار کړی دی.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په ترڅ کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.
یاد سازمان وویل: «له درېیو کلونو راهیسې افغانستان د بشري حقونو د پراخ نقض بستر دی. جنسي ځورول، شکنجه، خپلسرې نیونې او سانسور دوام لري؛ خو مسوولیت منل صفر دی.»
د بښنې نړۍوال سازمان ټينګار کوي، چې پر افغانستان د طالبانو بیا ځلې واکمني دا هېواد د بشري حقونو له نظره له ازاد سقوط سره مخ دی.
دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره وویل: «ښځې د ژوند له ټولو برخو منع شوي او اوس هم په افغانستان کې شکنجې، خپلسرې نیونې، بد چلند، په جبري توګه تري تم کېدل، سانسور او دې ته ورته نور موارد له مجازاتو پرته دوام لري.»
د بښنې نړۍوال سازمان د بدني مجازاتو پر بیا پیلېدو اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار یې کړی، چې د یوه قضایي سیستم نه شتون روان وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی او قربانیان یې عدالت ته له لاسرسي محروم کړي دي.
د دې سازمان په بیانیه کې ټينګار شوی: «په داسې حال کې چې تر اوسه هم د افغانستان خلک په وېره کې دي، نړۍواله ټولنه نه ده توانېدلې چې اغېزمن ګام پورته کړي.»
د بښنې نړۍوال سازمان د دې غوښتنلیک په لاسلیک ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د نړۍ هېوادونه دې د دې وضعیت د پای ته رسولو په برخه کې اقدام وکړي.

نور خبرونه

رادیو