پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په دارالامان سیمه کې ځانمرګی برید وغانده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په دارالامان سیمه کې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید وغانده.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «دغه ترهګریز عمل په کلکه غندم او خپل د ډاډګیرنې مراتب د دغې غمجنې پېښې د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوم او زخمیانو ته یې د عاجلې روغتیا استدعا کوم.»

دغه برید د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) مازدیګر مهال هغه وخت وشوه، چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکي له دفتر څخه خپلو کورونو ته روان وو.
د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له پېښې وروسته په خپل اېکس کې د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل، چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپيان دي.
خو یوې سرچینې بیا افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې پېښه کې دولس کسان وژل شوي.
د دغې پېښې عیني شاهدان د ملکي کسانو مرګ ژوبله زیاته یادوي او وایي، چې د څه باندې پنځلسو کسانو مړي یې لیدلي دي.
د یادولو ده، د ځانمرګي بریدګر یوه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې پکې د ځانمرګي بریدګر نیم بدن ښکاري.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

نور خبرونه

رادیو