د غزې کړکېچ؛ د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

فلسطیني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل؛ اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ فلسطینیان وژلي دي.

بل خوا ډاکټرانو د دوشنبې په ورځ په غزه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین د کمپاین دویمه ورځ ترسره کړه.

فلسطیني او د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې د کمپاین په لومړۍ ورځ (یکشنبه) د غزې په مرکزي سیمو کې تر ۸۰زرو زیات ماشومان واکسین شوي دي.

حماس او اسراییل موافقه کړې، چې په جګړه کې د لنډې مودې لپاره وقفه رامنځته شي؛ تر څو شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د واکسین کولو کمپاین پرمخ ولاړ شي.

د واکسین کولو تاسیساتو ته نږدې د جګړې د دواړو لورو له خوا د کومې سرغړونې راپور نه دی ورکړل شوی.

فلسطیني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په ښار کې د اسراییل په دوو هوايي بریدونو کې اووه فلسطینیان وژل شوي.

بل خوا د غزې تړانګې د کډوالو د اتو تاریخي کمپونو له ډلې څخه په بوریج او نصیرات کمپونو باندې شویو دوه هوايي بریدونو شپږ تنه وژلي دي.

د اسراییل پوځ سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د حماس او اسلامي جهاد وسله والې څانګې ویلي، چې جنګیالیو د غزې په شمال، سوېل او ځینو مرکزي سیمو کې له اسراییلي ځواکونو سره د ټانک ضد راکټونو او هاوانونو پر مټ نښتې کړې دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې، د دوشنبې په ورځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې تر څو د پولیو واکسین بریالي او خوندي کمپاین ډاډمن کولو کې مرسته وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي: "یوازې په لومړۍ ورځ، د ملګرو ملتونو او د هغوی د شریکان شاوخوا ۸۷ زره ماشومانو واکسین شوي دي. ماشومانو ته د دې مهم واکسین چمتو کولو هڅې روانې دي، مګر هغه څه چې دوی ورته اړتیا لري سمدستي اوربند دی."

نور خبرونه

رادیو