رومانیا غواړي اوکراین ته د پټریوټ دفاعي سیستم ورکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د رومانیا ایتلافي حکومت د دوشنبې په ورځ یوه قانون مسوده تصویب کړه، چې له مخې یې اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو دفاعي سیسټم ورکول کیږي.

دا اقدام د هغو پنځو ستراتیژیکو هوايي دفاعي سیسټمونو د سپارلو برخه ده، چې د ناټو هېوادونو له کییف سره ژمنه کړې ده.

اوس باید دغه قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب شي، څو نافذ شي.

بخارست د جون په میاشت کې اعلان وکړ، چې دوی به له خپلو دوو پیټریوټ هوایی دفاعي سیسټمونو څخه یو اوکراین ته په دې شرط ورکړي، چې متحدین یې د ورته هوایی دفاعي سیسټم سره بدل کړي.

رومانیا چې په ۲۰۰۴ کال کې له ناټو سره یوځای شوه، له اوکراین سره ۶۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري. د دانوب سیند په اوږدو کې د اوکراین په بندرونو د مسکو له بریدونو سره، د روسیې بې پیلوټه الوتکې په مکرر ډول د هېواد خاورې ته ننوتلي دي.

نور خبرونه

رادیو