د ننګرهار د جهادي مدرسې پخوانی مشر: د امیر اطاعت واجب دی خو چې د شریعت په خلاف نه وي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د ننګرهار د جهادي مدرسې پخوانی مشر شیخ سلطان محمد ثاقب په خپله نوې وینا کې ویلي: «د امیر اطاعت واجب دی؛ خو چې د شریعت په خلاف نه وي.»
نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې له دندې ګوښه شوی دی.

ښاغلي ثاقب په خپلو خبرو کې د کابل د علماو شورا د رییس او د شمس العلوم مدرسې د روحاني خلیفه دین محمد حقاني پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د حقاني له امله له دندې لرې کړی شوی دی.
یاد پخواني طالب چارواکي دغه راز ویلي، چې څه موده مخکې یې د دې ډلې د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره هم کتلي، چې د دین محمد د کړنو مخه ونیسي.
د نوموړي په وینا: «مونږ په هغه صورت کې د امیر اطاعت کوو، چې د ده (دین محمد) خوله بنده کړي»
د ننګرهار د جهادي مدرسې پخواني مشر شیخ سلطان محمد ثاقب همدا راز د طالبانو پر مشر ملا هبت الله هم په نیوکې سره وویل: «مونږ چې یوه خبره وکړو له مدرسې څخه مو شړي؛ خو د دین محمد په شان کسان بیا تر خپل څنګ کېنوي.»
نوموړي د خپلو تندو نیوکو ترڅنګ دا هم ویلي: «زموږ په مشرانو کې هم انصاف نه شته، موږ ته وايي چي تاسو ولې په ټولنیزو رسنیو کې نقد کوئ.»
ثاقب ټینګار کوي، چې دوی په رسنیو کې نقد کوي او د هر باطل ځواب ورکوي.
د ننګرهار د جهادي مدرسې پخوانی مشر زیاتوي، چې هیڅوک یې د نقد کولو مخه نه شي نیولی او د نوموړي په وینا: «د امارت لاس دې هم خلاص وي.»
نوموړی د طالبانو له مشرانو پوښتنه کوي، چې دی یې په کوم جرم له دندې اېستلي دي.
ښاغلی ثاقب وایي، چې طالبان اوسمهال هغه پروژې عملي کوي چې د جمهوریت په وخت کې پلان شوې وې.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو تر منځ اختلافونه رامنځته کیږي، تر دې وړاندې هم په ځلونو د یادې ډلې د غړو او مشرانو ترمنځ د اختلافي مواردو راپورونه خپاره شوي دي.
تر دې وړاندې معتبرو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده اړیکې د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خرابې شوې دي.
له دې سره، داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د مشرانو او استخباراتو د مشر تر منځ د استخباراتو پر څوکیو خپلمنځي مخالفتونه رامنځته شوي وو، چې ان خبره تر خپلمنځي شخړې رسېدلې وه او یوې بلې ډلې د دوی تر منځ په کابل کې له جګړې مخنیوی کړی و.

نور خبرونه

رادیو