د ترکیې او سعودي عربستان مشرانو په غزه کې د بشري حقونو د سرغړونو په درولو ټینګار کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په غزه کې د اسراییل د روانو بریدونو او د دوی د بشري حقونو د سرغړونو د درولو او د سملاسي او دایمي اوربند پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ترکیې د ولسمشرۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د غزې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر وايي، چې ولسمشر اردوغان د فلسطین د مسلې د حل لپاره د اسلامي هېوادونو په ګډو هڅو ټینګار وکړ او د سعودي عربستان ولیعهد په سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو هم خبرې وکړې.
د دې تر څنګ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره ټیلیفوني خبرې کړې، چې په ترڅ کې یې دواړو مشرانو په غزه کې د سملاسي اوربند او په لویدیځه غاړه کې د اسراییل د عملیاتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د سعودي عربستان د خبري اژانس د خبر له مخې، محمد بن سلمان د فلسطین په خلاف د اسراییل د تېریو د بندولو لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو د هڅو په اړتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د مصر د ولسمشرۍ دفتر وايي، چې دواړو مشرانو په سیمه کې د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه خبرې وکړې او د سیمې د ټیکاو لپاره یې د اسراییل د بریدونو د بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ورته مهال وروسته له هغه چې په غزه کې د شپږو یرغمل شویو کسانو جسدونه وموندل شول، په اسراییل کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد پراخې مظاهرې وشوې.
په زرګونو کسانو په تل ابیب او بیت المقدس کې د حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

نور خبرونه

رادیو