د طالبانو مشر له بادغیس وروسته فاریاب ولایت ته رسېدلی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د طالبانو مشر ملاهبت الله له بادغیس وروسته فاریاب ته تللی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ملاهبت الله فاریاب ولایت ته سفر کړی او هلته یې له ځايي چارواکو سره کتلي دي.

ه دغه خپرې شوې لیکنه کې راغلي، چې نوموړي په دغې لیدنه کې د طالبانو د ملکي او پوځي ادارو په ټولو مسوولینو د شرعي حدودو پر پلي کولو، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې پر لازمو اقداماتو ټینګار کړی دی.
دغې لیکنه کې د ملاهبت الله له قوله مسوولینو ته په خطاب کې ویل شوي،«چې له کبر او غروره ځان وساتئ، تقوا غوره کړئ او د شهيدانو له کورنيو، ټپيانو، معلولينو سره چې په سخت وخت کې له تاسو سره ملګري وو نن یې باید هېر نه کړئ او لاسنیوی یې وکړئ.»
خو په دغه لیکنه کې دا نه دي ویل شوي، چې نوموړی لاهم هملته دی او که کوم بل ولایت ته یې سفر کړی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي و، چې ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته تللی و او هلته یې له سیمه‌ییزو طالب چارواکو سره لیدلي وو.
سرچینو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې ملا هبت‌الله به له بادغیس وروسته شمالي ولایتونو ته سفر وکړي.
ملا هبت‌الله د پنجشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته سفر کړی و؛ خو طالبانو د نوموړي د سفر په اړه دوه ورځې وروسته خبرپاڼه خپره کړه.
ځیني شنوونکي بیا په دې اند دي، چې د طالبانو له‌خوا د هغه د سفر په اړه په ځنډ سره د خبرپاڼو د خپرولو لوی لامل ښایي د نوموړي د خوندیتوب او امنیتي مسله وي.
د طالبانو پر مشر د خلکو نېوکه دا ده، چې هغه تر اوسه د ولسي خلکو له نظره پټ پاتې شوی؛ خو دا چې دا مهال ځینو ولایتونو ته په سفر وتلی مالومه نه ده، چې د عامو خلکو سره به هم وویني که څنګه؟
خو له لویه سره په افغانستان کې رسنۍ هم نه شي کولای، چې د طالبانو د مشر دغه سفر ته خبري پوښښ ورکړي.

نور خبرونه

رادیو