د بدخشان روغتیايي چارواکي: په تېرو میاشتو کې ۲۶ تنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د فیض اباد روغتون مشر شفق‌الله همدرد وايي، چې د سږ کال له پیله تر اوسه له پنځو کالو څخه کم عمره ۲۶ تنه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

ښاغلی همدرد وايي، چې د روان کال په ترڅ کې ۳۲۶ تنه په خوارځواکۍ اخته ماشومان د فیض اباد روغتون ته وروستل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، لوږه او د خوړو د خوندیتوب نشتوالی په ماشومانو کې د دغې ناروغیو اصلي لامل بلل کېږي.
باختر اژانس د بدخشان د خلکو له خولې لیکلي، په دغه ولایت کې ګڼ ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې لا هم روغتونونو ته نه دي وروستل شوي.
د فیض اباد د یو اوسېدونکي په وینا، له روغتیايي مرکزونو څخه د خلکو لرې والی هم د دې لامل شوی چې خلک خپل ماشومان په خپل وخت روغتونونو ته و نه رسوي او د دوی سره په نږدې سیمو کې روغتیايي مرکزونه نه شته.
د روغتیا نړۍوال سازمان د غبرګولي د میاشتې د راپور له مخې، په ټول افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د میندوارۍ او زېږون پر مهال له هغو ناروغیو ساه ورکوي چې د هغوی وقایه اسانه او کېدونکې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام هم ویلي و، چې افغانستان په نړۍ کې د مېرمنو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.
یوه اونۍ وړاندې هم د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې، افغان مېرمنې د مرستو د کموالي له امله زیانونه ګالي.

دغه بنسټ ویلي و، چې په افغانستان کې له یو مېلیون څخه زیاتې مېندې او ماشومان د بودجې د کموالي له امله د خوړو له مرستو بې برخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو