طالبانو په خوست کې پر سرو خولیو بندیز ولګاوه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو په خوست کې د سرو خولیو پر سر کولو بندیز لګولی دی.

له سیمې په رالیږل شوو انځورنو کې ښکاري، چې طالبانو د خوست په مرکز کې له ځوانانو سرې خولۍ راټولي او په یو رنجر کې یې بار کړي دي.

په خوست کې ځینو ځوانانو نن یکشنبه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې طالبانو د خوست په ښار کې له دوکانونو او ځوانانو سرې خولۍ راټولې کړي دي.

دوی زیاتوي،‌ چې د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ پولیسو د سرو خولیو پلورونکو او هغه ځوانانو ته چې دغه خولۍ پر سر وې خبرداری ورکړی چې له دې وروسته دې د سرو خولیو پلور او پر سر کولو څخه ډډه وکړي.

په خوست کې ځیني فعال ځوانان وايي، چې دوی په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ضد سیاستونو ملاتړ کوي او دغه خولۍ د خپل ملاتړ د سمبول په توګه کارکوي،‌ نو ځکه طالبانو د دوی مخنوی کوي.

له خوست څخه راپورونه وايي، چې د دې ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس شبیر احمد عثماني چې د سراج الدین حقاني له نژدې کسانو څخه دی؛ یو شمېر ځوانان په دې کواښلي، چې څو ورځې وړاندې یې په دغه ولایت کې د ټن غر مشاعره جوړه کړې وه او د پاکستان پرضد د شعرونو د ویلو ترڅنګ د دغه مشاعرې کډونوالو ډیری سرې خولۍ پر سر کړې وې.

خوستي ځوانان همدراز زیاتوي، چې دوی د دې لپاره هم کواښل کیږي چې د ټن غر مشاعره کې ځینو شاعرانو د پښتون ژغورنې غورڅنګ د وژل شوي مخکښ غړي ګېله‌من وزیر شعرونه زمزمه کړي وو.

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني پر خواله رسنۍ اېکس د دغې ډلې د یو پلوي په ځواب کې لیکلي: « نن مې هم راغوښتي، سبا هم ادامه لري او که سبا ریاست ته راځئ نو خوشحالوونکي جریانات به ووېنئ»

د خوست ځیني فعال ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د شبیر احمد عثماني له خوا یې د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په دفتر کې سخته بې عزتي شوې ده او د سرو خولیو پر سرکولو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له امله پر مرګ ګواښل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ یو مخکښ کړی حنیف پښتین په خوست کې له ځوانانو سره شوي چلند په اړه لیکلي « په افغانستان کې ځوانان هره ورځ په يو او بل نوم ځورول کيږي او هلته پر ولسونو د ژوند کولو ټولې لارې چارې سختې شوي، خلک له داسې کړنو نور په تنګ راغلي او دې ته اړ شوي، چې د نظام په وړاندې بغاوت شروع کړي»

سرې خولۍ له هغه وروسته ډېرې مشهورې شوي، چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خپل حرکت په پیل کې په سر کړې وه.

دغه خولۍ د منظور پښتین په یو سمبول بدله شوه او اوس نه یوازې په پښتونخوا کې بلکې د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې پښتانه هغه د خپل ملاتړ څرګندولو په موخه کاروي.

نور خبرونه

رادیو