خیبر پښتونخوا کې روغتیايي چارواکي وايي، چې د اېم پاکس ناروغۍ څلورمه پېښه یې هم ثبت کړې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د خیبر پښتونخوا روغتیايي چارواکي وايي، د اېم پاکس په ناروغۍ د اخته څلورم کس پېژندنه هم شوې.
د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا مشر ډاکټر ارشاد علي ویلي، یو ۴۷ کلن کس چې د بیزو په تڼاکو (اېم پاکس) اخته و د پېښور په باچا خان هوايي ډګر کې تر ازمایښت وروسته وپېژندل شو.

هغه وایي، نوموړی یې تر پېژندنې وروسته سمدستي روغتون ته لېږدولی دی.

ډاکټر ارشاد علي وايي، چې د دوی د روغتون له ازمېنو وروسته په ډاګه شوې چې نوموړی کس په اېم پاکس ناروغۍ اخته دی او د روغتیایي ډلې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
ډاکتر ارشاد وايي، چې په دغې ناروغۍ اخته ټول کسان د منځني ختیځ له هېوادونو خیبر پښتونخوا ته ستانه شوي او تر اوسه په دې برخه کې کومه سیمه‌ییزه پېښه نه ده رپوټ شوې.
تر دې وړاندې له افغانستانه هم په دغې ناروغۍ د دوو کسانو د اخته کېدو خبره شوې وه، چې بیا وروسته په کابل کې د روغتیا د نړۍوال سازمان چارواکو هغه رد کړه.
اېم‌ پاکس چې «د بېزو چیچک یا تڼاکې» په نوم هم یادېږي یوه وژونکې ناروغي ده، چې تېر کال په کانګو هېواد کې پېژندل شوې او تر اوسه ۲۷ زره کسان پرې اخته شوي او له ډلې یې د ۱۱۰۰ کسانو د مړینې راپورونه هم خپاره شوي دي.
په دې وروستیو کې د افریقا په مرکز او ختیځو برخو کې د دغې ناروغۍ له خپرېدا وروسته، د روغتیا نړۍوال سازمان مشر بېړنی روغتیایي حالت هم اعلان کړی دی.

نور خبرونه

رادیو