ټرمپ زاکر برګ ته ګواښ کړی، چې د امریکا په ټاکنو کې د درغلۍ د هڅې له امله به یې زنداني کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که چیرې د میټا عمومي مشر دا ځل کومه "ناقانونه کړنه" ترسره کړه؛ نو خپل پاتې ژوند به په زندان کې تېر کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ مارک زاکر برګ ته په خپل کتاب کې وروسته له هغه چې هغه اعتراف وکړ چې د هغه شرکت د جو بایډن د ادارې تر فشار لاندې منځپانګې لرې کړې وې، ګواښ وکړ.
ټرمپ زاکر برګ ته خبرداری ورکړی، چې که د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه وکړي؛ نو زنداني به شي.
د جمهوري غوښتونکو نوماند ټاکل شوې، چې د سپټمبر په ۳مه د "امریکا وژغورئ" کتاب خپور کړي.
ټرمپ د ټاکنیزو دفترونو لپاره د زاکر برګ د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو مرستې ته په اشارې سره په خپل کتاب کې لیکلي:« موږ هغه له نږدې څارو» او که دا ځل یې کومه «نا قانونه» کړنه ترسره کړه؛ نو پاتې ژوند به په زندان کې تېر کړي.

په دغه کتاب کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه راغلي:« هغه یو پیاوړی او زړور سړی دی.»

نور خبرونه

رادیو