طالبان وايي، دا مهال له دوی سره شاوخوا ۱۱ زره بندیان دي چې له ډلې یې زر تنه مېرمنې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د زندانونو په چارو کې د طالبانو د تنظیم ادارې چارواکو نن یکشنبه د (وږي ۱۱مه) ملت ته د راپور ورکولو پر مهال وویل، چې له دوی سره ټول بندیان د محکمو تر پرېکړو وروسته بندیان شوي دي.

په دغه ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه طالبانو دا هم وویل، چې د دوی سره د بندیانو په ډله کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ پورې ماشومان هم شته؛ خو دا یې و نه ویل، چې دغه ماشومان په دارالتادیب کې دي او که د لویانو سره په عمومي زندانونو کې وخت تېروي.
دا رنګه دغو چارواکو وویل، چې د دې تر څنګ له ۱۰ څخه تر ۱۲ زرو پورې نور مجرمین هم په توقیف ځایونو کې بندیان دي، چې ښايي د هغوی برخلیک لا جوت شوی نه وي او نه یې د بند د مودې په اړه پرېکړه شوې وي.
په دغې ناسته کې طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د وهلو او ربړولو خبره په کلکه رد کړه او زیاته یې کړه، چې هیڅ داسې لاسوندونه نه شته چې دوی دې په زندانونو کې څوک وهلی ډبولي وي.

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې مشر احمد یوسف مستري وویل، چې دمګړۍ ۱۵۰ تنه بهرنیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.
د ښاغلي مستري په وینا، د بهرنیو بندیانو په ډله کې ډېر یې د ګاونډیو هېوادونو وګړي دي چې په جنايي جرمونو او درغلیو کې ښکېل وو.
نوموړي دا رنګه زیاته کړه، چې له اتو څخه تر نهو زرو پورې افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې هم بندیان دي.

د هغه په خبره، تېر کال یې د ایران په زندانونو کې له شپږ زره بندیانو له ډلې ۱۵۸ تنه افغانستان ته رالېږدولي دي او شاوخوا زر کسه د ایراني چارواکو له‌خوا خوشې شوي دي.
خو په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو له زندانونو ټولو خوشې شویو بندیانو هلته د ربړونو او ځورولو خبرې کړې او ان تر دې چې په زندانونو کې پر بندیانو ښځو د جنسي تېریو راپورونه هم خپاره شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته هم ډېرو داسې مېرمنو ویلي، چې دوی د طالبانو په زندانونو کې وهل شوې ډبول شوې او پر یو شمېر نورو یې جنسي تېري هم شوي دي چې په لېدو یې د هر انسان غوني زیږ او له روحي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د کابل تر څنګ د افغانستان د نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم د بندیانو د ځورولو او له ربړونې وروسته د بندیانو د وژل کېدلو راپورونه هم په رسنیو ګې خپاره شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم په خپلو راپورونو کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د وهلو او ربړولو څخه پرده پورته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو