طالبانو په کندهار کې ۴۰ کسان د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار او قاچاق په تړاو نيولي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې اداره وایي، چې د وحشي ژوو او نایابه مرغانو د ښکار او قاچاق په تړاو يې په بېلابيلو سېمو کې ۴۰ کسان نيولي دي.

دغه ادارې ويلي، چې ۳۶ کسان تر تعهد وروسته خوشي شوی او ۴ تنه عدلي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د چاپيريال ساتنې ادارې ویاند محمد رحيم بشر دوست د یکشنبې په ورځ سيمه ييزو رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو امنيتي ادارو دغه کسان په ارغنداب، دامان، ډنډ، میوند او شاولي کوټ ولسواليو کې د مرغانو د ښکار، قاچاق او د ځنګي بوټو د پرېکولو پر مهال نيولي دي.

طالبانو ټولو خلګو ته خبردارۍ ورکړی، چې د ښکار کولو څخه ډډه وکړي که نه د قانوني چلند سره به مخ شي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخي، طالبانو په ټول هېواد کې د وحشي حيواناتو او نایابه مرغانو ۱۴۵ ډولونه ثبت کړي دي.

د طالبانو د رییس الوزرا د ۱۱۴ ګنې فرمان له مخي، په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار او قاچاق بنديز لګول شوی.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره که څه هم دغه ډله د مرغانو او حيواناتو د ښکار د مخنیوي په برخه کې د پر وخت اقداماتو خبر ورکوي؛ خو لا هم په ډېرو سېمو کې د مرغانو د ښکار کولو مخه نه ده نيول شوې.

څه موده مخکي ځني راپورونه خپاره شوي وو، چې شاوخوا ۷۰ تنه عربان د ګران بیه موټرو او پر مختللو وسایلو سره د کندهار، هلمند او فراه په ولایتونو کې د نادره مرغانو ښکار کوي.

هغه مهال د سیمې اوسیدونکو ويلي وو، چې یاد کسان د قطر اوسېدونکي دي او هغه وخت په ښار کې لیدل شوي وو، چې خوراکي او نور د اړتیا وړ توکو د اخیستو له پاره د دغو ولایتونو ښارونو ته تللي وو.

نور خبرونه

رادیو