د ملي ازادۍ ګوند: د هېواد سیاسي قشر دې د یووالي روحیې او ښه راتلونکې لپاره کار وکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند وایي، چې د افغانستان سیاسي قشر باید د یووالي روحیې او ښه راتلوونکي لپاره عملي کار وکړي.

دغه ګوند په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان له تېرو تجربو څخه په استفادې په هېواد کې داسې راتلونکې جوړېدای شي، چې په کې ټول وګړي برابرو حقونه ولري.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «موږ باور لرو چې د تېرو تجربو څخه په عبرت اخیستلو، له افراطیت سره په مقابله کولو، او په راتلونکي باندې په تمرکز کولو سره، کولای شو داسې یو افغانستان جوړ کړو چې پکې ټول وګړي د برابر حقوقو په لرلو سره په ویاړ ژوند وکړي.»
د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې افغانستان په خپل سیاسي ژوند کې د ډېر حساس او تاریخي پړاو په درشل کې دی.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان تېر وختونه د دې لارښوونې لامل کېدای شي، چې د هېواد د راتلونکي مدیریت لپاره یو نوی او با ثباته لید لوری وټاکل شي.
د یاد ګوند په باور، د طالبانو له اوسنۍ دورې وروسته د افغانستان راتلونکې به په یو نوي او پراخ روایت ولاړه وي او په دې روایت کې به ټولنیز عدالت، د وګړو اساسي حقونه، د بشري حقوقو درناوی، او د دین او سیاست د حوزو تقکیک تضمین شي.
دغه ګوند په خپله اعلامیه کې د افغانستان اسلامي ټولنې ته په اشارې سره ویلي: «اسلام تل د لارښوونې، معنویت، اخلاقو او لوړو انساني ارزښتونو سرچینه وه او همداسې به پاتې کیږي.»
د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند پرته له دې چې د کومې مشخصې ډلې نوم واخلي وایي، چې ځینو ځانګړو ډلو د خپلو موخو او واک ته د رسېدو لپاره له دین څخه د وسیلې په توګه کار اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې طالبانو په افغانستان واکمن دي او وایي، چې د دوی نظام پر اسلامي اصولو ولاړ دی.
د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند په خبره، اوسمهال اړتیا ده چې د یو اسلامي بحث په رامنځته کولو سره له هر ډول سیاسي مداخلې او تعرض څخه چې د دین حقانیت او قداست ته زیان رسوي، مخنیوی وشي.
د اعلامیې له مخې، اسلامي او دې ته ورته بحثونه کولی شي، چې افغانستان یووالي، ثبات او پرمختګ ته ورسوي.
د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند په باور، د با ثباته او د وګړیتوب پر محور ولاړ افغانستان ته هغه وخت رسېدل شونې ده، چې دین او سیاست سره جلا کړای شي.
دغه ګوند همداراز له دیني عالمانو څخه د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو غوښتنه کړې او وایي، چې دیني عالمان او پوهان باید په خپلو لارښوونو سره له دین څخه د وسیلې په توګه له کار اخیستو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله بیا تېره ورځ بادغیس ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا د «اسلامي نظام د ټینګښت» سپارښتنې کړې دي.
له دې سره، څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل، چې که له اسلام څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پروړاندې چوپ پاتې شي، دین ته به نه جبرانېدونکی زیان ورسوی.
د یادولو ده، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د دین او شریعت د پلي کولو په پلمه د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي، زرګونه ښځې یې په کور کینولي او د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې یې څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي.

نور خبرونه

رادیو