فرانسوي رسنیو په پاریس کې د «افغانانو په خپل منځي شخړه» کې د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

فرانسوي ورځپاڼې لِ پاریزین د شنبې په ورځ (د وږي ۱۰ مه) خبر ورکړی، چې د پاريس په ۱۸ مه سیمه کې د «افغان کډوالو د يوې ډلې په خپل منځي شخړه» کې ۷ کسان ټپيان شوي دي.

فيګارو ورځپاڼي هم د پوليس چارواکو له قوله ليکلي، چې د دې شخړې په تړاو شپږه کسه نيول شوي، چې له دوو سره يې چاقوګان هم وو.

فرانسوي رسنیو ویلي، چې دغه نښته د شنبې په ورځ د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د پاريس په مارکس دورموا (لاشفيل) کې شوې ده.

دغو رسنیو د ټپیانو د شمېر په اړه بېلابېل ارقام خپاره کړي دي.

لِ پاریزین ورځپاڼې د پاریس د اتلسمې سېمې د مرستیال ښاروال کیوین هاو له قوله ویلي، چې په شخړه کې اوه تنه ټپیان شوي دي.

لِ پاریزین د پولیسو د یوې سرچینې په حواله لیکلي، چې درې تنه د چاقو په وسیله ټپيان شوي دي.

دغې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یو کس «په سینه کې د سخت ګذار» له امله سخت ټپي شوی دی.

فیګارو ورځپاڼې بیا د پاریس د څارنوالۍ له خولې لیکلي، چې په دې شخړه کې ټولټال درې تنه ټپیان شوي، چې په لومړيو کې يې حالت نازک؛ خو روغتون ته له لېږدولو وروسته روغ شوي.

د دغې پېښې انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي، چې یو شمېر کسان په یو سړک سره شخړه کوي.

په انځورونو کې لیدل کېږي، چې د دغه کسانو په لاسونو کې لرګي دي او يو پر بل وارونه کوي.

فېګارو ورځپاڼې د ويډيو له مخي د دغو کسانو شمېر څه باندې ۴۰ تنه ليکلی دی.

فرانسوي رسنیو لیکلي، چې پولیسو د شنبې په ورځ د پېښې ځای کلابند کړی او پر سړک د موټرو تګ راتګ بند شوی دی.

پوليس چارواکو ويلي دي، چې د دغې نښتې په تړاو شپږ تنه نيول شوي دي.

د پولیسو په وینا له دوی سره دوه چاقوګان هم نیول شوي.

لِ پاریزین ورځپاڼې لیکلي شخړه په هغه سړک شوې، چې افغان کډوال په کې په «قاچاقي ډول سګریټ» پلوري.

دې ورځپاڼې په دې سیمه کې د افغانانو له خوا د سګرټو د پېر او پلور بازار ډېر رقابتي بللی او لیکلي، چې کله کله په دې سیمه کې د پلورونکو ترمنځ شخړې په تاوتریخوالي بدلېږي.

د پاريس ښاروال په سېمه کې د افغان کډوالو له خوا په «قاچاقي ډول د سګريټو د پلورلو» پر سر تاوتريخوالۍ بې سارۍ بللی.

د پاریس د څارنوالۍ دفتر ویلي دي، چې دغه کسان د «ډله ییز وسله وال تاوتریخوالي» په تور نیول شوي او دوسیه يې تر څېړنې لاندي دي.

نور خبرونه

رادیو