په مالیزیا کې د طالبانو استازولۍ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو کلیزه ونمانځله

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

په مالیزیا کې د طالبانو تر واک لاندې سفارت له افغانستانه د امریکایي سرتیرو د وتلو درېیمه کلیزه ولمانځله.
دغه سفارت پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې اړه مراسمو کې د طالب چارواکو ترڅنګ د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او نورو استازو هم ګډون کړی وو.

د خبرپاڼې له مخې، په دې مراسمو کې مالیزیایي چارواکو او همداراز د سنګاپور، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، بحرين، لبنان، ترکمنستان، اذربايجان، تاجکستان، ایران، پاکستان او مالديف هېوادو سفیرانو هم برخه اخیستې وه.
که څه هم د طالبانو حکومت د هېڅ یو هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د مالیزیا په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونه له دې ډلې سره ښې اړیکې لري.
څو ځلې مالیزیایي چارواکو افغانستان ته سفر کړی او بېلابېل طالب چارواکي هم مالیزیا ته تللي دي.
تېر کال د مالیزیا لومړي وزیر له طالبانو بیا غوښتي و، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له توپیري چلند لاس واخلي، خو طالبانو د هغه غوښتنې ته پ له پامه وغورځاوه.
د یادولو ده، چې د امریکا وروستی سرتېری د ۱۴۰۰ کال د وږي په نهمه له افغانستانه ووت.
طالبان هر کال دا ورځ د امریکایانو د ماتولو او د خپلې بریا په توګه لمانځي.

نور خبرونه

رادیو