طالبان: متقي د اسلامي همکارۍ سازمان ناستې په څنډو کې د بېلابېلو هېوادونو استازو سره لیدلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د کامرون جمهوريت پلازمېنه کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو شورا د ۵۰مې ناستې په څنډو کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره جلا، جلا ناستې لرلې دي.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې ښاغلي متقي د دغې ناستې په څنډو کې د سعودي عربستان، ترکيې، قطر، اذربايجان، عُمان، اندونيزيا، ایران، فلسطین، سومالیا او د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو او د اسلامي همکارۍ سازمان اړوندو تخصصي ادارو له مسوولينو سره په جلا، جلا ډول لیدلي دي.
‏نوموړي زیاته کړې، چې په دغو ناستو کې له اړوندو لوریو سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او په بېلابېلو ډګرونو کې د همکارۍ د نويو فُرصتونو پر رامنځته کولو مفصلې خبرې وشوې.
تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کامرون کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د ښځو د پراختیا سازمان له اجرایوي مشرې افنان الشعيبي سره هم کتلي و.
خو په دغه غونډه کې د طالبانو د بېرغ پر ځای د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ ځړول شوی و او د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په يو ځايي عکس کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه نه وه ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو