د جرمني ولسمشر د شکمن اسلامپاله د برید قربانیانو ته درناوی وکړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر په زولینګن ښار کې د یو اسلامپاله افراطي له خوا د چاقو په برید کې د وژل شوو دریو قربانیانو کورنیو ته د درناوي مراتب وړاندې کړ او د خلکو د یووالي غوښتنه یې وکړه.

نوموړي وويل، چې د ترهګرو موخه د خلکو د اتحاد ماتول دي او ملت بايد يو موټی پاتې شي.

دغه برید یو ځل بیا په جرمني کې د کډوالو مسله د عامه بحثونو په سر کې راوستې ده.

دا برید د وږي میاشتي په ۲ مه د یو سوري ۲۶ کلن شکمن له خوا د زولنګین ښار د تاسیس د ۶۵۰مې کلیزې په مراسېمو شوی و، چې پر مهال يې درې تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي وو.

داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.

شټاین مایر د «غیر قانوني» کډوالۍ په وړاندې د حکومت له خوا د لا زیاتو جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، چې المان د پناه غوښتنې د بنسټیز حق ملاتړ کوي؛ خو که چیرې خپل وګړي په خطر کې وي نو سیسټم په اغیزمنه توګه کار نشي کولی.

د نور دراین ویسټفالن لومړي وزیر هینډریک ووست د زولنګین د پیښې د قربانیانو د درناوي په مراسمو کې دا برید یو «وحشیانه او غیر انساني عمل» وباله او د جرمني د پناه غوښتنې او کډوالۍ د پالیسیو د بیا ارزونې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د زولنګین ښاروال ټیم ​​کورزباخ د پیښې وروسته د خلکو د اتحاد غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې برید نه یوازې قربانیان بلکې ټوله ټولنه په نښه کړې.

د جرمني چارواکو د دې پېښې په تړاو د یو سوريايي وګړي د نیول کېدو خبر ورکړی، چې د یو ترهګریز سازمان د غړیتوب په لرلو تورن دی.

نور خبرونه

رادیو