د بولدک اوسېدونکي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دروازې له تړل کېدو سره کاروبار درېدلی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ او چمن تر منځ د دروازې تړل کېدو وروسته دغلته کاروبار کمزوری شوی او سوداګرو ته زیان اوښتی.

څو مياشتي کيږي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې تړل شوې ده.

د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ يو شمېر سوداګرو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وويل، چې پر دې لار مخکی زرګونو کسانو تګ راتګ کاوه او کاروبار یې ښه وو، خو اوس د لارې په بندېدو سه کاروبار درېدلی دی.

د همدې ولسوالۍ د سوداګرۍ خوني مشر محمد شفيق اڅکزي رسنيو ته ويلي، چې د دروازې له بنديدو وروسته د دواړو خوا سوداګر هره ورځ د لکونو افغانیو زيان کوي.

نوموړي دا ونه ويل، چې د دې لارې په بندېدو سره سوداګرو ته څومره زيان اوښتی.

د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکو د د غې لارې بندېدل د دواړو خواو د خلګو په زيان بولي او زياتوي، چې دغه کار د خلګو پر ژوند منفي تاثير کړی.

عتيق الله چې د ولسوالۍ په بازار کي د خوراکي توکو هټۍ لري وايي: «د دروازې په تړلو زموږ کاروبار کم شوی، بېکاري زیاته شوې او خلګ اوس د يوې مړې ډوډۍ په پيدا کولو سرګردانه دي.»

د بولدک او چمن ترمنځ د لارې په بندېدو باغ لرونکي او د مېوې سوداګر هم اندېښمن دي.

دوی وايي، چې د حاصلاتو لويه برخه یې پاکستان ته وړل کېده، خو اوس لاره بنده شوې او دوی له لوی زیان سره مخامخ دي.

باغ لرونکي او سوداګر له طالبانو غواړي، چې د مېوې او ترکارۍ د صادراتو لپاره دې ورته بديلې لارې ورته پيدا کړي.

دوه ورځي وړاندي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې یو ځل بیا لاریون پیل شو، چې د چمن ښار اوسېدونکو او د ځايي سیاسي ګوندونو سلګونو غړو په کې برخه اخیستې ده.

د دغې سیمې له خلکو سره ځايي حکومت ژمنه کړې وه، چې غوښتنې به یې منل کیږي خو وروسته بیا له خپلې ژمنې په شا شو.

لاریونوال وایي، چې د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې یې لاریون پیل کړی، چې غواړي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو