سیمه ییزو سرچینو د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د چاودنې خبر ورکړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د کابل په خیرخانې سیمه کې یوه چاودنه شوې ده. دغو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یاده چاودنه د شنبې په ماښام ۷:۳۰بجې د پنجصد فامیلۍ په سیمه کې شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخيستی دی.

نور خبرونه

رادیو